لښکرګاه (پژواک، ١٨ لېندۍ ٩٨): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ١٥ ميليونه افغانيو په لګښت د درېيو پروژو د پلې کېدو چارې پيل شوې.
د لښکرګاه ښاروال عصمت الله صمدي د دغو پروژو د کار د پيل په مراسمو کې وويل چې په دغو پروژو کې د يوه کانال، يو کيلومتر سړک او يو پارک جوړېدل شامل دي.
هغه زياته کړه: ((دغه کانال ډېر مهم دى؛ ځکه له ښاره به ناپاکې اوبه د دغه کانال له لارې له ښاره بهر ته وځي.))
ده وويل چې د يادو درېيو پروژو پر پلې کېدو ١٥ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د ښاروالۍ له بودجي څخه ورکول کېږي.
دغه راز د هلمند والي محمد ياسين خان په دې غونډه کې وويل چې ولسمشر ورسره په دغه ولايت کې د نورو پرمختيايي پروژو د پلې کولو ژمنه هم کړې ده.
والي د هلمند پر اوسېدونکو ټينګار وکړ چې د ښاروالۍ د پاکۍ او صفايي ټکس، د دوکانونو کرايه او د جواز ماليه پر خپل وخت ورکړي څو ورته نورې پروژې هم پلې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن