محمودراقي (پژواک، ۶ مرغومى ۹۸): د کاپيسا امنيه قومانداني وايي چې د کابل په قرباغ کې د دولت د وسله والو مخالفينو په بريد کې ددغه ولايت دوه پخواني جهادي قوماندانان وژل شوي دي.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالشایق شورش وايي چې دغه دوه قوماندانان تېره شپه د کابل – پروان پر لاره د کابل ولايت د قرباغ ولسوالۍ له څلور لارې سره نږدې د وسله والو مخالفينو د کمين په ترڅ کې ووژل شول.
د نوموړي په وينا، دغه قوماندانان عبدالمعروف او معراج نومېدل او د کاپيسا د اول کوهستان ولسوالۍ د زخم زرګر سيمې اوسېدونکي وو ، چې عبدالمعروف د سيمه ييزو پوليسو غړيتوب هم درلود.
د نوموړي په خبره ، دغه دوه کسان له پوليسو سره د نږدې اړيکو درلودو په دليل د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې څو ورځې مخکې د کاپيسا د اله ساى د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان د تګاب – اله ساى پر لاره له يوه ساتونکي سره د طالبانو له لوري وژل شوى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن