مهترلام (پژواک، ۹ مرغومی ۹۸): د لغمان په مرکز مهترلام کې د ښاروالۍ او خصوصي سکټور د ۲۱۹ میلیونه افغانیو پر ګډ مالي لګښت باندې د يو تفريحي پارک جوړېدو کار پيل شو.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د مرغومي په ۹مه پژواک اژانس ته وويل چې د سلامزي په نوم دغه تفريحي پارک پر ۳۰۶ جریبه ځمکه جوړېږي چې نن يې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزی وايي، د مرکز مهترلام ښار په پنځمه ناحیه کې د ۲۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت پر ۳۰۶ جریبه ځمکه د سلامزي پارک د جوړېدو چارې پیل شوې.
هغه زياته کړه، دغه پارک ته ۱۱۹ میلیونه افغانۍ د مهترلام ښاروالۍ او ۱۰۰ میلیونه نورې د خصوصي سکتور له لوري ځانګړې شوې چې ګڼې اسانتیاوې به ولري او چارې به یې د درېیو کلونو په موده کې بشپړې شي.
د مهترلام ښاروال همدا راز زیاتوي چې د ساختماني چارو له بشپړېدو سره سم به په یاد پارک کې یو پنځه ستوریز هوټل، د اوبو حوض، د سړکونو اساسي پخول او لسګونه هټۍ هم ورغول شي.
الکوزي وویل، په لغمان کې د بېکارۍ ختمېدو په موخه به د دغه پارک په چارو کې اتیا سلنه کاریګر راستانه شوي او داخلي بېځایه شوي وي.
د لغمان والي محمد اصف ننګ په مهترلام کې د دغه ستر پارک د چارو پیل یو اساسي هڅه وبلله او د ښاروالۍ مسوولینو ته یې د چارو د کیفیت او ګړندیتوب په برخه کې لارښوونې وکړې.
هغه وایي، د ولسمشر د حکم مطابق به دغه پارک د یوې ښې او مثبتې نومونې سربېره د مهترلام بابا د زیارت تاریخي برم لپاره خورا ښه ثابت شي.
د لغمان والي دغه راز امنیه قواماندان او نورو مسوولینو ته لارښوونه وکړه که په سیمه کې هر څوک د قانون د پلې کېدو مخه نیسي او د غصب هڅه کوي، د قانون منګولو ته دې وسپاري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن