جلال اباد (پژواک، ۱۰ مرغومی ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، تورخم ښارګوټي کې د نږدې ۲۳ ميليونه افغانيو په لګښت د مسافرينو لپاره د يوه خدماتي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې.
دغه راز د څلور کيلومتره په اندازه يو سړک تر جوړېدو وروسته ګتې اخيستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتر څخه د مرغومي په ۱۰مه پژواک اژانس ته راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددغو پروژو چارې نن په تورخم ښارګوټي کې د يو لړ مراسمو پرمهال پرانېستل شوې.
په يادو پروژو کې تر ټولو ستره يې د چين هېواد په مالي همکارۍ تورخم ښارګوټي کې د نږدې ۲۱ ميليونه افغانيو په لګښت د مسافرينو خدماتي مرکز جوړول دي.
په خبرپاڼه کې د ننګرهار د سکټوري خدمتونو د رييس فضل الربي حميم له قوله راغلي چې دغه ترمينل ۴۵۰ متره مربع ځمکه کې په دوو پوړونو کې جوړيږي، چې شپاړلس مامورينو ته به د دخولي او خروجي غرفو سربېره په يو وخت کې ۲۵۰ مسافرينو ته په کې لازم سهولتونه برابر شي.
نوموړی وايي چې د دې ودانۍ په دويم پوړو کې به د ۱۲۰ تنو په ظرفيت د اړتيا پر مهال د شپې پاتې کېدو او نورو برخو کې لازم سهولتونه رامنځته شي.
دغه راز تورخم ښارګوټي کې د سړکونو څارنې او ساتنې ادارې په يو ميليون او يو سل پنځوس زره افغانيو مالي لګښت نږدې څلور کيلومتره سړک ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار ولايت د سکتوري خدمتونو رييس وايي، چې دغه سړک درې عشاريه څلور کيلومتره اوږدوالی او نهه متره پراخوالی لری، چې د لويو موټرو د تګ راتګ په موخه جوړ شو.
د ننګرهار د سړکونو د څارنې او ساتنې ادارې رييس حامد ضياء وايي، چې ياد سړک د يو ميليون او يو سل پنځوس زره افغانيو په مالي لګښت د تورخم صفري نقطې څخه تر بندروالۍ پورې جوړ شو، چې په دې سره به د لويو موټر لرونکو د تګ راتګ ستونزې حل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن