لښکرګاه/ جلال اباد (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٨): چارواکي وايي چې په ننګرهار او هلمند ولايتونو کې په ځینو پېښو کې ٢١ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي دفتر مسوول جګړن عبدالقدیر بهادرزي د مرغومي په ١٥ه پژواک اژانس ته وویل، د وسله والو طالبانو ۱۴ کسیز ګروپ غوښتل چې په نادعلي کې د لومړي کنډک پر يوې امنیتي پوستې ډله ييز برید وکړي.
هغه زياته کړه، په همدې سيمه کې د طالبانو يوه بله ډله چې د ملي اردو جامې يې پر تن وې، له يادې ډلې سره نښته کړې چې په پايله کې له دواړو ډلو شپږ کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د هوایي برید په ترڅ کې د یوه سرګروپ په ګډون ۸ طالبان وژل شوي دي.
په ختيځ کې د سېلاب قول اردو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه هوايي بريد نن سهار د خوږياڼو ولسوالۍ د وزيرو په احمدخېلو سیمه کې شوى دی.
سرچينې زياته کړې، په دغه بريد کې د وسله والو طالبانو د ميوند ګروپ درې مهم غړي سرګروپ شوکت مشهور په ساحل، نصیراحمد مشهور په ابوبکر، شاهین او پنځه نور هم وژل شوي دي .
د معلوماتو له مخې، په یاد برید کې بل چا ته کوم زیان نه دی اوښتی .
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ولي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن