کابل (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٨) : د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په يوه کنفرانس کې د ګډون لپاره د هند پلازمېنې نوي ډيلي ته ولاړ.
د ملي امنيت شورا له خوا د مرغومي په ٢٤مه، پژواک اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هغه به د (رايزينګ ډايلوګ) په نامه ناسته کې ګډون او وينا کوي.
سرچينې زياته کړې، دغه ناسته هر کال د نړیوالې ټولنې د بېلا بېلو سکټورونو (سیاست، سوداګرۍ ، رسنۍ او مدني ټولنې ) مشرانو په ګډون ترسره کېږي.
په دغه ناسته کې د دولتونو چارواکي، ولسمشران، لومړي وزیران، کلیدي وزیران، د ملي امنیت سلاکاران او د بېلابېلو بخشونو فعالین ګډون کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې به د نړیوالو پالیسیو، څو اړخیزو خبرو او څو سکتوریزو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشي.
سرچينې ز ياته کړې، ټاکل شوې د ملي امنیت سلاکار په دې ناسته کې د امنیت، سولې، سوداګرۍ او اقتصادي خودکفایۍ په اړه وینا وکړي او د ناستې په څنډه کې به د ایران، ازبکستان او استونیا د بهرنیو چارو له وزیرانو او د یوشمېر نورو هېوادونو او بنسټونو له چارواکو سره دوه اړخیز ملاقاتونه ولري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن