اسعداباد (پژواک، ٢ سلواغه ٩٨): په کونړ کې سلګونو ځوانانو او ديني عالمانو د يوه سوله ييز لاريون په ترڅ کې له دولت او وسله والو طالبانو د دايمي اوربند او سولې غوښتنه وکړه.
دغه خلک نن (د سلواغې ٢مه) د کونړ په مرکز اسعد اباد ښار کې راټول شوي وو او د سولې او اوربند په ملاتړ يې شعارونه ورکول.
يوه لاریون کوونکي عبدالبصیر وویل: ((موږ نور جنګ نه غواړو، دایمي اوربند او سوله غواړو.))
نوموړي زیاته کړه چې جګړه د حل لار نه ده او باید د روان جنګ د پای ته رسېدو لپاره دواړه لوري مخامخ خبرې وکړي.
هغه زياته کړه، افغانان نور له جګړې ستړي او بېزاره دي، وسله وال دې خپل هدف ته د رسېدو لپاره د جنګ پر ځای د خبرو لار غوره کړي.
دیني عالم مولوي اجمل بيا له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو دې فشار راولي څو د افغان سولې لپاره له افغان دولت سره مرسته او همکاري وکړي.
هغه زیاته کړه، په هېواد کې روانه جګړه نه کوم شرعي جواز لري او نه هم د افغانانو په ګټه ده، ده دغه روانه جګړه د پردیو استخباراتي کړیو کار وباله چې افغانان په خپلو کې په یوه او بل نامه سره جنګوي.
د مولوي ضیاالرحمن الله يار په نامه بل ديني عالم وويل، له دغه لاريون څخه يې موخه دا ده چې وسله وال طالبان، افغان حکومت، امریکا او نورې ښکېلې غاړې دې د سولې د راتګ لپاره پر يو بل د اعتماد او ډاډ لپاره لومړی دایمي اوربند وکړي څو د دایمي او باعزته سولې لپاره لار هواره شي.
نوموړي له نړیوالو غوښتنه وکړه چې په افغانستان روانه بې پایلې جګړه د هیچا په ګټه نه ده، نو په کار ده چې په افغانستان کې نوره دغه جګړه پای ته ورسوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن