جلال اباد (پژواک، ۳ سلواغه ۹۸): د ننګرهار يو شمېر مدني فعالانو او مبارزينو له لوري د عدم تشدد د سر لاري فخر افغان باچاخان د دوه دېرشم تلین په ياد غونډه جوړه کړې وه.
دوی د پښتنو د بيدارۍ لپاره د پاچا خان مبارزه او د عدم تشدد فلسفه باندې خبرې وکړې او د هغه کارنامې او فعاليتونه يې نه هيرېدونکي وبلل.
ياد مدني فعالان او ځوانان د سلواغې په ۲مه جلال اباد ښار کې د ګندهارا ټولنيز مرکز او يو شمېر نورو مدني حرکتونو په کوربتوب راټول شوي وو او له مسوولينو يې وغوښتل چې د باچاخان د مزار د جوړېدو چارې ژر تر ژره بشپړې کړي.
خان عبدالغفار خان يا باچاخان چې په فخرې افغان او بادشاه خان هم ياد شوی د You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن