کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۸): لومړنۍ محکمې د کابل د امنیې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پخوانی مدیر په ۱۷ کاله بند، د دغه مدیریت یو افسر پر اووه کاله او د یاد مدیریت دوه نور منسوبین هر یو پر یو نیم یو نیم کال بند محکوم کړل.
کورنیو چارو وزارت د سلواغې په ۱۷مه خبر ورکړ چې د کابل د امنیې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیر په ګډون یې شپږ پولیس منسوبین د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور نیولي دي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي نن پژواک ته وویل، له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې لومړنۍ محکمې تېره ورځ یاد څلورو کسان په جزا محکوم کړل.
هغه زیاته کړه: ((د کابل د امنیې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پخوانی مدیر میان احمد په ۱۷ کاله او درې میاشتې، د یاد مدیریت افسر لمر په اووه کاله او شپږو میاشتو، د مدیریت دوه نور منسوبین محمد عیسی او نورالدین هر یو په یو کال او شپږو میاشتو بند محکوم شوي دي.))
د نوموړي په خبره، یاد کس وروسته له هغې کورنیو چارو وزارت د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې ونیول چې د نشه يي توکو قاچاقبر او په کابل کې د دغو توکو پرچون وېشونکی په شمک مشهور شمس الرحمن له نیولو وروسته په څېړنو کې ویلي وو چې د کابل د امینې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې د مدیر له ملاتړه برخمن دی.
رسولي زیاته کړه چې د شمک د نیولو لپاره ۱۳ ځلې امر صادر شوی و خو دا چې له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیر میان احمد يې ملاتړ کاوه، پولیس نه وو توانېدلي چې نوموړی ونیسي.
هغه وویل، تېره اوونۍ یادې محکمې شمک پر درې کاله او د کابل د امنیې قوماندانۍ درې منسوبین چې له نوموړي سره یې مرسته کړې وه، پر اووه ـ اووه کاله بند محکوم کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن