کابل (پژواک، ٨ کب ٩٨) : طالبانو سره تړون مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د قطر مرستيال لومړي وزير او د بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن الثاني سره ټېلېفوني خبرې کړې دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو وزيرانو پر وروستيو سيمه ييزو او نړيوالو پرمختګونو، دوه اړخيزو اړيکو، د ايران لخوا د سيمې د بې ثباته کولو پر موضوعاتو خبرې خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د قطر د بهرنيو چارو وزير په ډاګه کړې چې د خليجي سيمې هېوادونو يووالى د سيمې د ثبات لپاره اړين دي.
سرچينې ويلي، دامريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پوپميو له خپل قطري سيال څخه مننه کړې چې د افغان جګړې پاى رسولو په موخه يې طالبانو سره د امريکا د خبرو اترو کوربه توب وکړ او ورته يې اسانتياوې برابرې کړې.
ټاکل شوې ده چې د امريکا او طالبانو ترمنځ تړون د راتلونکې شنبې په ورځ د کب په ١٠مه، په د قطر په پلازمينه دوحيه کې لاسليک شي.
په قطر کې ديپلوماتيکي سرچينې پژواک ته ويلي چې په دې مراسمو کې د ٢٧ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او استازي ګډون کوي.
تر دې مراسمو مخکې د پاکستان لومړى وزير عمران خان هم نن په يوه رسمي يو ورځنى سفر قطر ته رسېدلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن