کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٨): د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسم د څو ساعتونو لپاره ځنډول شوي او نن له غرمې وروسته به ترسره شي.
ټاکل شوې وه چې دغه مراسم نن سهار شاوخوا ١١ بجې ترسره شي، خو څو شېبې مخکې د ولسمشر وياند صديق صديقي په ټولنيزه شبکه ټويټر کې وليکل چې مراسم د څو ساعتونو لپاره وځنډول شول.
خو هغه زياته کړې چې دغه مراسم به له غرمې وروسته ترسره شي.
دغه راز د ولسمشر اشرف غني ستر سلاکار عبدالرشيد ايوبي هم په فېسبوک کې ليکلي چې د ولسمشر د لوړې مراسم نن خامخا ترسره کېږي، خو د څو ساعتونو په ځنډ سره.
بلخوا د اجرائيه رياست وياند فريدون خوځون په فېسبوک کې ليکلي چې د دوى چمتووالى هم روان دى او نن له غرمې مخکې به د عبدالله د لوړې مراسم ترسره شي.
تر اوسه اجرائيه رياست د ځنډ په اړه څه نه دي ويلي.
راپورونه وايي چې تېره ټوله شپه د ارګ او سپيدار ترمنځ د زلمي خليلزاد په منځګړتوب خبرې اترې روانې وې، خو کومې پايلې ته ونه رسېدې.
د ولسمشر سلاکار فضل محمود فضلي په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې ليکلي، دوى ډېره هڅه وکړه چې د اساسي قانون له مخې، دا ستونزه هواره شي، خو د مقابل لوري غوښتې ډېرې وې او کومې پايلې ته ونه رسېدل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن