کابل (پژواک، ۲۳ کب ۹۸): د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د حکومت له خوا د مقدماتي خبرو لپاره ټاکل شوی پلاوی چې د کب په اتمه له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته تللی و، د سولې د نورو مراحلو د مخکې وړو په موخه بېرته کابل ته راستون شو.
ټاکل شوې وه چې دغه پلاوی په قطر کې له طالب استازو سره لومړنۍ خبرې وکړي، خو د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې چې د دغه پلاوي د راتلو په اړه خپره شوې ده، په دې اړه څه نه دي ویل شوي.
طالبانو مخکې ویلي چې له دغه پلاوي سره خبرې نه کوي.
د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې د حکومت د مقدماتي اړیکو پلاوي د امریکا له متحدو ایالتونو سره په همغږۍ او د قطر د دولت په وړاندیز دوحې ته سفر کړی و.
سرچینې لیکلي چې یاد پلاوي په دغه سفر کې د قطر د ملي امنیت له سلاکار او د سولې په چارو کې د دغه هېواد له ځانګړي استازي، د سولې په چارو کې د امریکا له استازي او په قطر کې مېشت د دغه هېواد له نورو ارشدو مسوولینو، د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي، د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیر، د افغانستان په چارو کې د المان له ځانګړي استازي او په قطر کې د المان له سفیر، د افغانستان په چارو کې د ناروې له ځانګړي استازي او د دوحې د شخړو او انساني مطالعاتو له مرکز سره ګټورې لیدنې کتنې درلودې.
تحت قیمومیت دفتر شورای امنیت ملی جمهوری اسلامی افغانستان به دوحه سفر خواهد کرد.»
په خبرپاڼه کې راغلي: ((د یادونې ده، دغه پلاوي د افغانستان د جمهوري دولت د ښه نیت د دوام او د سولې پروسې د راتلونکو مراحلو د مخکې وړلو، په ځانګړې ډول د ۱۳۹۸ کال د ۱۲ میاشتې د ۲۰مې نېټې فرمان د تطبیق په منظور د نړیوالې ټولنې له هڅو سره په همغږۍ، د اړیکو مقدماتي پلاوی کابل ته راغی او راتلونکی پلاوی به د افغانستان د ملي امنیت شورا په شپارښتنه دوحې ته سفر وکړي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن