کابل (پژواک، ٢٧ کب ٩٨) په خيبر پښتونخوا کې د افغانستان کونسل جنرال نجیب الله احمدزي د دغه ايالت له والي سره ولیدل.
د افغانستان کونسلګرۍ له خوا د کب په ٢٧مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان د دوو اړخیزو اړیکو پر ښه والي تفصیلې بحث وشو.
سرچينې زياته کړې، دغه راز دواړو د افغان کډوالو پر ستونزو، په تورخم دروازه کې د مسافرینو لپاره د تګ راتګ اسانتیاوو او همدارنګه په تورخم دروازه کې د ښځو لپاره د تګ راتګ ځانګړې لار برابرول د سوداګرۍ لا پراخوالو او په نورو مهمو موضوعاتو خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي د خيبر پښتونخوا ایالت والي شاه فرمان افغان کونسل ته ډاډ ورکړ چې په خیبر پښتونخوا کې به د کډوالو مصئونیت، خوندیتوب او د ستونزو حل ته د یقیني کولو سربېره به شته اندېښنو ته په بشپړه توګه رسېدنه کوي.
د یادونې ده، جنرل قونسل نجیب الله احمدزي د خیبر پښتونخوا ایالت ګورنر ته خپل اعتبار لیک هم وړاندې کړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن