چاریکار (پژواک، ۱۱ وری ۹۹): امنیتي ځواکونو د پروان په شینوارو ولسوالۍ کې یو کس د دولت له وسله والو مخالفینو سره د لاس لرلو په تور نیولی، بلخوا د یاد ولایت په سیدخېل ولسوالۍ کې د ماین چاودنې مخه نیول شوې ده.
د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد سلیم نوري وویل چې امنیتي ځواکونو د شینوارو ولسوالۍ په دره نمک اب سیمه کې د اخترګل په نوم یو کس نیولی دی.
د هغه په خبره، اخترګل د طالبانو ډلې غړیتوب لري او د دولت پر ضد یې فعالیت کاوه.
همداراز نوري وایي چې په طالبانو پورې یوې تړلې ډلې د یا ولایت د سیدخېل ولسوالۍ په انچوی کلي کې د سړک غاړې د چاودېدونکو توکو ډکه ۱۶ لېتره بشکه ځای پر ځای کړې وه، خو د پولیسو له خوا کشف او له منځه یوړل شوه.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن