ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په امنیتي پيښو کې وسله وال طالبان او ملکي وګړي وژل شوي

20 Apr 2020 - 17:08
20 Apr 2020 - 17:08

کابل (پژواک، د غویي لومړۍ نیټه ۹۹):  د ملي دفاع وزارت وايي چې په بیلا بیلو ولایتونو کې دامنیتي پيښو پر مهال وسله و الو طالبانو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له تندر قول اردو څخه د غويي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته په استولې شوې خبرشوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ ناوخته د غزني ولایت مرکز اړوند د نوغي په سیمه کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو په یوه برید کې يو تن وسله وال طالب وژل شوی او درې تنه ټپیان دي.
د یادې خبرپاڼې له مخې، د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د مرغې په سیمه کي د ملکیانو پر یو عراده موټر د وسله والو له خوا د سړک غاړې ماین په چاودنه کې ۶تنه ملکیان وژل شوي دي.
دغه راز د یادې قول اردو په دغه خبرپاڼې کې ویل شوي چې د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د دشت قلعه سیمې په یوه برید کی د وسله والو طالبانودولسوالۍ  نظامي مسوول وژل شوی دی.
د سرچینې په وینا، د دغه برید په پایله کې یو تن شکمن، ۱۶کړۍلاسيبمونه، درې عرادې موټرسایکلونه او ځینې نظامي توکي د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د ملي دفاع وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له غرمې مخکې یوشمیر طالبانو د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې، د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود.

سرچینې زیاته کړې، د هېواد ملي دفاعي ځواکونو د هوایي ځواک په ملاتړ، د فعالې دفاع په چوکاټ کې دغه پلان شنډ کړ، چې په پایله کې، ۵ طالبان ووژل شول او ۴ نور یې ټپیان شول.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version