کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۹۹) : دکابل ښار د مکروریانو په سیمه کې د چسپکي ماین چاودنه کې درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د غویي په ۱۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، دا چاودنه نن تر غرمې مخکې په شاوخوا ۱۱ بجو د ۱۶مې حوزې اړونده د لومړي مکروریانو په سیمه کې شوې.
هغه زیاته کړه، چې پر یو فرونر ملکي موټر د چسپکي ماین چاودنه کې درې ملکي وګړي ټپیان شوي.
د فرامرز په وینا، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د هغوی روغتیایي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
ددې چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
د یادونې ده چې نن سهار د کابل په ریشخورو کې هم د یوې چاودنې له امله ۳ ملکي وګړي ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن