کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۹۹) : په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر وایي چې ددغه هېواد په زندانونو کې د بندي ۵۹۹ افغانانو لېږد به سبا افغانستان ته پیل شي.
د افغانستان سفیر احمد جاوید مجددي د غویي په ۲۲مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، ۵۹۹ افغانان چې په سعودي کې بندیان دي، ځایی حکومت د هغوی د ډي رپورټ کولو پرېکړه کړې وه.
ده زیاته کړه، ټاکل شوې وه چې دوی پخوا افغانستان ته لېږدول شوي وای، خو د کرونا او قرنطین له امله د دوی لېږد ځنډول شوی و.
هغه زیاته کړه، چې د سعودي عربستان حکومت په خپل لګښت په درېیو ځانګړو الوتکو کې یاد کسان افغانستان ته لېږدول کیږي.
د افغانستان سفیرپه سعودي کې د مېشتو افغانانو او هېواد ته د هغوی د لیږدولو په اړه وویل ، هغه افغانان چې د الوتکو د بندېدلو له امله هلته بند پاتې وو، د افغانستان سفارت له اریانا او کام ایر څخه وغوښتل چې د دې افغانانو د لیږدولو لپاره اقدام وکړي.
هغه زیاته کړه، چې کرونایي حالاتو او بیکارۍ ته په کتلو له اړوندو شرکتونو یې وغوښتل چې د خپلو الوتنو د ټکټونو بیه هم ټیټه کړي چې د اریانا شرکت دغه غوښتنه ومنله او بیې یې ټیټې کړې.
د مجددي په وینا، اریانا په دې اړه سفارت ته د همکاریو ډاډ ورکړ او سفارت له سعودي حکومت څخه د هغوی د لېږدولو د نهو ځانګړو الوتنو اجازه واخیسته او پرون لومړۍ الوتنه وشوه.
د سعودي په القسیم ښار کې مېشت افغان سوداګر حاجی وردګ شېرزاد وایي چې جرمونه بېلا بېل ډول دي، هلته افغانان په وړو جرمونو بندیان دي، فقط یو افغان د خپل بل افغان د وژلو په لوی جرم بندي دی.
هغه پژواک ته وویل چې نور د وېزې د ختمېدو، داقامې د خلاصېدو، له کفیل څخه د تېښتې، د عمرې په ټکټ راغلي او بیا هلته د مزدورۍ لپاره پاتې شوي او یا په بېلا بېل ډول غلاوو بندیان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن