کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۹): د ملک سلمان خیریه موسسې، افغانستان کې له بېوزلو سره د مرستې په موخه ۱۵۰ ټنه خرما مرسته وکړه.
د یاد مرکز په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه خرما نن (د غبرګولي لومړۍ نېټه) کابل کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت ته وسپارل شوه.
سرچینه لیکي چې یاد وزارت ته د خرما سپارلو په مراسمو کې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیرسیدحسین عالمي بلخي، کابل کې د سعودي عربستان سفير استاد جاسم خالدي، د کابل د والي مرستیالې حنيفه ګرديوال او د ملک سلمان مرکز استازیو برخه لرله.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه خرما به په افغانستان کې پر بېوزلو او مستحقو کورنيو ووېشل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن