کابل (پژواک, ۱۱ غبرګولی ۹۹) : د کابل امنیه قوماندانۍ وایي، د یوولسمې حوزې اړوند سیمه کې د سړک پر سر د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله درې ملکي کسان ټپیان شول.
د کابل پولیسو د مطبوعاتو مسوول بصیر مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، چې نن مازیګر شاوخوا پنځه نیمې بجې د یوولسمې حوزې اړوند یسرا روغتون ته نږدې د سړک پر سر ځای پر ځای شوي ماین چاودنه وکړه چې له امله یې درې ملکي کسان ټپيان شول.
هغه وویل، چې سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي او پلټنه یې پیل کړې ده.
خو د سيمې اوسېدونکي وایي، چې په دغه پېښه کې پنځه ملکي کسان ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د څلورمې حوزې اړوند ترافیک څلور لارې کې د خورشید تلوېزيون موټر باندې د یوه ماین چاودنې له امله دو کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن