کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۹۹) : د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازو د افغانستان د سولې پروسې د ملاتړ ترڅنګ د بندیانو د خوشې کولو د پروسې د ګړندي کولو غوښتنه وکړه.
د روسیې د دولتي اژانس (ټاس) د راپور له مخې، د یادو هېوادونو ځانګړو استازو پرون د ویډیو کنفرانس له لارې د افغان سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي.
د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې په دې ویډیو کنفرانس کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغان دولت او طالبانو له خوا د یو بل د بندیانو د خوشې کولو د پروسې پر سرعت ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړې چې که څه هم دا پروسه روانه ده، خو له توقعاتو سسته روانه ده
کابلوف ویلي چې د افغان سولې پروسې نور اقدامات باید ژر تر ژره پیل شي.
افغان حکومت ویلي چې تر اوسه یې د طالبانو ۲۷۱۰ بندیان خوشې کړي، خو طالبان دا شمېره ۲۲۸۴ ښیي، بلخوا طالبانو ویلي چې د حکومت ۴۲۰ بندیان یې خوشې کړي، خو حکومت هم وایي چې خوشې شوي تر دې کم دي.
بلخوا د طالبانو د زندانیانو د خوشې کولو لپاره یو پلاوی له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په کابل کې دي او له حکومت سره په خبرو کې بوخت دي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي چې ډېر ژر به د طالبانو نور بندیان هم خوشې شي،څو دا شمېره ۳۰۰۰ تنو ته ورسیږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن