کندهار ( پژواک، ۱۶ سلواغه ۹۹) : د زابل د مرکز کلات اړوند د هزارتک په سیمه کې د پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۱۵ پولیس وژل شوي دي.
د زابل د امنیې قوماندانۍ ویاند لعل محمد امیري پېښه تاییدوي او وايي چې نور معلومات به وروسته ورکړي.
خو یوې باوري امنیتي سرچینې پژواک ته وویل چې وسله والو طالبانو نن تر غرمې مخکې د کلات اړوند په هزارتک سیمه کې کمين نیولی و او د دواړو لورو ترمنځ درنه جګړه شوې ده.
دغه سرچینه وايي، په جګړه کې ۱۵ سرتېري وژل شوي، دوه هاموې موټر او یو رینجر موټر یې ویجاړ شوي دي.
د ده په خبره، په جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو شمېره یې معلومه نه ده.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې دوی پر هغو دولتي عسکرو برید کړی چې هلته عملیاتو لپاره روان وو.
هغه زیاته کړې چې په دې برید کې درې ټانګونه ویجاړ او ګڼ شمیر سرتیري وژل شوي دي
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن