کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۹۹) : پاکستان خپل یو تجربه کار دیپلوماټ منصور احمد خان د افغانستان لپاره ددغه هېواد نوی سفیر ټاکلی دی.
منصور احمد خان اوسمهال په اروپایي هېواد اطریش ( اسټریا) کې د پاکستان د سفیر په توګه دنده ترسره کوي.
په کابل کې د پاکستان د سفارت مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وویل چې منصور خان د اوسني سفیر زاهد نصر الله خان پر ځای ټاکلی شوی چې په کابل کې یې د کار موده بشپړه شوې ده.
منصور احمد خان چې د پنجاب ایالت د لاهور ښار اوسېدونکی دی، تر دې مخکې د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د څانګې د مسوول په توګه هم دنده ترسه کړې ده.
نوموړی تر دې مخکې په افغانستان کې د مرستیال سفیر په توګه هم پاتې شوی دی.
منصور خان دغه راز په هندوستان، ترکیه، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو کې ددیپلوماټ په توګه دندې ترسره کړې دي.
نوموړی په داسې حال کې د پاکستان نوی سفیر ټاکل شوی چې پاکستان د لومړي ځل لپاره په کابل کې خپل یو پخوانی سفیرمحمد صادق د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکلی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن