Pajhwok Afghan News

له افغانستان سره مرسته شوې۳۲ وینټلاټورونه پاکستان ته قاچاق شوي

کابل(پژواک، ۲چنګاښ۹۹): د پژواک موندنې ښيي، په داسې حال چې هېواد کې د کرونا ناروغان د اکسېجن د کمښت له امله مري، خو له افغانستان سره د کرونا ویروس مقابلې لپاره د مصنوعي تنفس له مرسته شویو الو ۳۲ پاکستان ته قاچاق شوي او روغتیا وزارت يې پلټنه کوي.

یو افغان سوداګر هڅه کوي چې دغه د مصنوعي تنفس مرسته شوې الې(وینټلاټورونه) چي د بېلابېلو سرچینو د معلوماتو له مخې یې په منځنۍ کچه ټولیز ارزښت نږدې شپږ سوه زره امریکايي ډالره دی، پېښور کې بیرته له «قاچاق کوونکو» وپيري او د افغانستان حکومت ته یې وسپاري.

پژواک هغه غږونه او انځورونه ترلاسه کړي چې ښیي له عامې روغتیا وزارت څخه ۳۲ د مصنوعي تنفس الې پېښور ته قاچاق شوي، دا معامله د وتس آپ له لاري مخ ته تللې او قاچاق کوونکي له یو بل سره د دغو الو د قیمت او ځای په اړه معلومات تبادله کوي.

دغه غږونه ښیي چې یو تن وایي: ” ۳۲ دانې وینټلاټورې شته، ایس۱۱۰۰ماډل؛ خو ګوره دا شی د افغانستان له روغتیا وزارت څخه په صفا الفاظو کې دا چې را پټ شوي دي.”

دغه کس خپل مخاطب ته په دې خبرو کې وايي:” چا چې دا را لیږدولي هغه په دې ټینګار لري چې د روغتیا وزارت هېڅوک باید په دې پوه نه شي او دا ماډل وینټلاټورونه له ۱۸زرو تر ۲۵ زرو امریکايي ډالرو پورې بیې لري.”

هغه زیاته کړې:”وګوره که دا یې لګېږي نو بیا به ورسره خبره جوړه کړو.”

یوه افغان سوداګر د نوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وویل چې دی پاکستان کې له ځینو سرچینو سره دا مسئله تعقیبوي او هڅه کوي له هغه کس څخه چې د مصنوعي تنفس دغه قاچاق شوې الې ورسره دي، بېرته وپېري.

دی وايي:”د دغو ماشینونو(الو)د اخیستلو خبرې مو ورسره روانې دي، حتی د قېمت په اړه مو هم خبرې کړيِ؛ موږ ۱۵ رانیولې، خو دوی وايي چې ټولې به پیرئ، خو لا یې هم وروستی ځواب نه دی راکړی.”

دغه راز په پېښور کې د دغه سوداګر باوري کس د قاچاقبرانو له ځینو استازو سره لیدلي او هغوی ورته ویلي چې دا مرسته یوې اینجو (موسسې) روغتیا وزارت سره کړې ده خو په دې اړه یې ډېر اطلاعات ور نه کړل.

دی وایي، دا خلک وېرېږي چې افشا نه شي، نو ځکه ډېر احتیاط کوي، دوی ته یې وروستۍ بیه ۸زره امریکايي ډالره ټاکلې ده او دوی ورته ۵زره ډالره ویلي دي.

پژواک هغو انځورونو او اسنادو ته هم لاسرسی پیدا کړی چې له مخې يې دا وینټلاټورونه د بیجینګ ایونمنډ ((Beijing Aeonmed Co, Ltdپه نوم کمپنۍ جوړکړي، دا کمپنۍ په چین کې داو ار(OR)او ای سي یو (ICU) د طبي وسایلو د تولید په برخه کې کار کوي، د دوی د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې،”ventilator vg70 controller head” د دغه شرکت تولید دی چې له شاوخوا ۱۲ زره امریکايي ډالرو نیولې تر ۱۷زره ډالرو پورې بیې لري.

وینټلاټور، له کرونا ویروس څخه د رغېدو مهمه د مصنوعي تنفس اله ده او کله چې د دغه ویروس ناروغانو حالت سختېږي نو دغه الې ور سره په بېرته جوړېدو کې مرسته کوي. دغه الې دوه ډولونه لري؛ یو یې وینټلاټور ( Ventilator)او بل یې ( CPAP) بولي چې لومړی یې په روغتونونو او دویم یې په کورونو کې هم کارېدلی شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، پر کرونا ویروس له اخته کسانو د ۸۰ سلنه تنو درملنه په روغتونونو کې کېږي، خو له هرو شپږو تنو یو یې ښايي تنفسي ستونزې پیدا کړي.

د هېلت انلاین وېبپاڼې دمعلوماتوله مخې، دا وسیله د پزې او خولې له لارې پر فشار د ناروغ سږو ته د هوا او اکسیجن دوامداره جریان لېږدوي، ترڅو سږي خلاص وساتي او اکسیجن ته د ننوتو اجازه ورکړي او ساه اخیستل اسانه کړي.

د عامې روغتیا وزارت سلاکار او ویاند اکمل سمسور پژواک خبري اژانس ته وویل، وینټلاټور یو داسې پرمختللی ماشین دی چې کارول یې ماهرو کسانو ته اړتیا لري، عادي ډاکټر یې نه شي کارولی، ځکه د دې الې پایپونه د بدن داخل ته ښکته کېږي او دا سخت کار دی.

سمسور په دې اړه چې له افغانستان سره مرسته شوې یادې د کرونا ناروغانو لپاره د منصوعي تنفس مهمې الې پاکستان ته قاچاق شوې دي،وویل چې دغه وزارت به دا مسئله وپلټي، که په رښتیا دا کار شوی وي نو څوک چې په دې کې ښکیل ثابت شول، قانوني چلند به ورسره وکړي.

کابل کې مو د چین له سفارت سره څخه د ایمیل له لارې له افغانستان سره د هغوی د مرسته شویو یادو الو په اړه وپوښتل، ویې ویل چې د سفیر له اجازې وروسته به ځواب ووایي.

دغه راز د یادو الو د تایید په اړه مو د دغو الو د تولید کمپنۍ (بیجینګ ایوانډ) ته ایمیل وکړ، خو دې کمپنۍ له شپږو ورځو انتظار وروسته هم ځواب ونه وایه.

هېواد کې د کرونا ناروغان د تنفس د مصنوعي الو د کمښت له امله مري

د کرونا د سختو ناروغانو لپاره یادې حیاتي الې په داسې حال کې پاکستان ته قاچاق کېږي چې افغانستان کې ورته ډېره اړتیا ده او ځینې سرچینې وایي چې هېواد کې د کرونا ډېر ناروغان د همدغو الو د کمښت له امله مړه شوي دي.

افغانستان کې د روغتیایی چارو اړوند چارواکي وايي، له کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره شاوخوا ۳۳۶ د مصنوعي تنفس الې په واک کې لري،خو لا هم په ځینو ولایتونو کې دغو الو او د الو د کارونې ځانګړو متخصصینو ته اړتیا ډېره ده.

د روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور وویل، ددې لېست له مخې، له دوی سره چین د مصنوعي تنفس ۴ الو، ترکیې۳، ایران ۳ او د ۲۷ نورو الو مرسته د روغتیا نړیوال سازمان د نړیوال بانک له خوا کړې ده.

ده د جزییاتو له ورکولو پرته زیاته کړه:”روغتیا وزارت مخکې۲۷۰ پایې دغه ماشینونه لرل، ۴۰ یې خراب شوي، ځکه څوک پرې نه پوهېدل او اړتیا یې هم نه وه چې وکارول شي؛ له همدې امله اوس داسې یوه تخنیکي کس ته ضرورت ده چې دغه الې بېرته جوړې کړي.”

خو د عامي روغتیا وزارت یوه سرچينه، د عامي روغتیا وزارت له خوا د وینټلاټورونو د کره شمېرې نه ورکول د فساد کول ګڼي، وایی دا کار ځکه کوي چې خلکو ته کره معلومات په لاس ورنه شي چې کوم هېواد او کوم بنسټ څومره مرسته کړې ده.

د بېلګې په ډول یاده سرچینه د یو قطري بنسټ د ۱۲ وینټلاټورونو یادونه کوي، وایي چې د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست سره مرسته شوې وه او دغه راز د سعودي او قطر د هېواد په مرستو کې هم وینټلاټورونه موجود و، خو وزارت پرې خوله پټوي.

د غبرګولې میاشتې په ۲۲مه نېټه ترکیې هېواد له کرونا سره د مبارزې لپاره خپله مرسته روغتیا وزارت ته وسپارله او د روغتیا سرپرست وزیر جواد عثماني رسنیو ته په دې مرسته کې د پي سي ار د درېیو الو او د مصنوعي تنفس د لسو الو یادونه وکړه، خو د وزارت ویاند ومنله چې دغه شمېر الې هم دوه ورځې مخکې مرکزي ګودام ته سپارل شوې دي.

دغه راز عامې روغتيا وزارت د غويي په ۲۴مه پر خپله فېسبوک پاڼې لیکلي چې د ترکيې هيواد د “تيکا” دفتر له لوري ورسره د يو لړ تجهيزاتو او د طبي اړتيا وړ توکو مرسته وشوه چې درې د وینټلاټور الې هم په کې دي.

د دې وزارت پر فېسبوک پاڼه د غويي میاشتې په ۱۷مه لیکل شوي چې قطر هېواد له لوري (الغرافه الشيخ علي بن عبدالله بن ثاني آل ثاني) خيريه بنسټ له خوا له روغتيا وزارت سره د يو ميليون او درې سوه زره امريکايي ډالرو په ارزښت د روغتيايي توکو او تجهيزاتو مرسته وشوه چې پنځه د  پي سي آر ماشينونه، ۷دوینټلاټور الې، ۶ د اکسيجن ماشينونه،۱۰د سکشن ماشينونه، يود د اکسرې ماشين او لسګونه قلمه نور روغتيایی توکي په کې شامل دي.

د مۍ میاشتې په ۱۹مه قطر لومړۍ جوپه افغانستان سره د طبي وسایلو مرسته کړې، روسیې د جون په دویمه او متحده عربی امارتو هم له افغانستان سره د طبي وسایلو مرسته کړې ده.

د روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني په یوه پیغام کې ویلي چې تر لسو پورې وينټلاټور الې په مرکزي ګودام کې شته چې دوی ترې ګټه نه اخیسته، خو روغتونونو کې ورته اړتیا ده او ژر به یې ولېږي‎.

ده د چنګاښ به لومړۍ نېټه کابل کې خبریالانو ته وویل ، اوسمهال د دغو الو له کمښت سره نه دي مخ، خو څو ورځې مخکې یې د اکسیجن کمښت تایید کړ.

دا په داسې حال کې ده چې چارواکي ولایتونو کې د امکاناتو له نه شتون څخه سر ټکوي.

د کندهار د عامې روغتیا رییس محمد طاووس اشرف نادري پژواک ته وویل، په دې ولایت کې دوینټلاټور یوازې دوه الې دي چې په هېڅ ډول د ناروغانو لپاره بسنه نه کوي.

دی وايي، له دغو الو هغه مهال کار اخلي چې د ناروغانو روغتیايي وضعیت د خرابېدو خوا ته ځي.

هغه زیاته کړه، دوی شاوخوا۵۰ دغسې نورو د مصنوعي تنفس الو ته اړتیا لري، خو له دې سره په خوا کې د دغو الو د کارولو متخصصیونواو تخنیکي کارکوونکو ته هم جدي اړتیاده.

اشرف نادري زیاتوي،د کندهار لپاره د دغو الو د چمتو کولو لپاره بودیجه لري، خو کله چې د هوایي لارو د بندېدو ستونزه حل شي نو دوی به په دې اړه اقدام وکړي.

په ننګرهار کې له کرونا سره د مبارزې مسوول اسماعيل ستانکزی وایي چې دوی د کرونا ناروغانو لپاره په ځانګړي شوي روغتون کې شپږ د مصنوعي تنفس الې (وینټلاټورونه) لري او لږ تر لږه څلورو نورو ته هم اړتيا لري.

دی وايي:”دا الې ډېرې ګټورې دي، ځکه د کرونا ناروغ د شدت په وخت کې يوازې همدا اله ده چې ژوند يې ژغورلی شي.”

د بلخ د عامې روغتیا رییس نظام الدین جلیل وایي، په دې ولایت کې ۱۴یادې الې شته، خو اکثره ناروغان په سخت حالت کې روغتون ته لېږدول کېږي چې ان دغه الې هم پرې مثبت اغیز نه کوي او هلته شته اوسنۍ الې کفایت نه کوي.

د هرات د روغتیا ریاست ویاند محمد شفیق پژواک ته وویل، دوی ۱۸ د مصنوعي تنفس الې لري چې ۱۰ ورته د روغتیا وزارت له خوا لېږل شوي او د څلورو نورو الو مرسته د قطر هېواد د الغرافه په نوم یوه بنسټ کړې ده.

دی وايي، خو لا هم لسو نور دغسې الو ته اړتیا لري.

کابل کې د کرونا روغتون د اړیکو عمومي مسوول مسیح نوري وویل، د کابل په افغان جاپان او علي جناح روغتونونو کې اته، اته یادې الې شته چې د ناروغانو لپاره ډېرې ګټورې دي، خو په دغو روغتونونو کې شلو، شلو نویو بسترونو او لسو نورو دغو الو ته اړتیا ده.

د کمین احمد انوري په نوم یو کس د غبرګولي په ۲۴مه پر خپل فېسبوک یوه وېډيو خپره کړې، وايي د خوست په هغه روغتون کې چې د کرونا ناروغان په کې بستر دي، د ده یو ناروغ د مصنوعي تنفس د امکاناتو د نه شتون له امله ساه ورکړه.

له دې یوه ورځ وروسته د دې ولایت ځینو اوسېدونکو او مدني فعالانواعتراض وکړ، ویل یې چې د خوست په کادري روغتون کې چې د کرونا ناروغانو لپاره ځانګړی شوی، د مصنوعي تنفس ورکولو امکاناتو د نه شتون له امله د ناروغانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

د خوست د عامې روغتيا ریيس حبيب شاه انصاري وایي چې د خوست په ‌کادري روغتون کې د کرونا ناروغانو لپاره يوازې دوه د وینټلاټورالې دي او دوو نورو ته هم اړتیا ده.

دغه راز د واټس اپ په یوه ګروپ کې مختار غفارزوی په نوم یو کس لیکلي:”داسې كوم روغتون پېژنئ چې وینټلاټور ولري او یا یې په کرایه ورکړي. كه كوم روغتون كې څوک پېژنئ او وکولی شي زموږ ناروغ هلته بستر کړي نو همکاري وکړئ.”

دې پوښتنې ته په ځواب کې د عزیز احمدزي په نوم بل کس لیکلي:”‌‌‌‌‌‌ډېر د تأسف ځای ده چې د یو مملکت په پایتخت کې وینټلاټور نه پیدا کېږي. په داسې مجبوره حالت کې الله (ج) د خپل بنده سوال ژر قبلوي. راځئ چې په ګ‌‌‌‌‌‌ډه سره دې ته امین ووایو.”

بل خوا د افغانستان د طبي شورا رییسې نسرین اوریاخېل د غبرګولي په ۲۷مه کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل، د دې بنسټ موندنې ښيي چې پر کرونا ویروس اکثره اخته کسان په روغتونونو کې د اکسیجن د کمښت له امله مړه شوي دي.

هغه وايي، یادې شورا د دغو موندنو لپاره د کابل په روغتونونو کې دوه اوونۍ څار کړی.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه افغانستان کې څه باندې ۲۹ زره او ۱۴۳ کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي او له دې ډلې ۵۹۸ کسان مړه شوي او اته زره او ۸۴۱ تنه ترې بېرته روغ شوي دي.

خو د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور د اوریاخېل یادې څرګندونې په کلکه ردوي. هغه وايي چې اوس مهال دوی د اکسېجن له کمښت سره نه دي مخ او نه پوهېږي چې طبي شورا دا څرګندونې پر کوم بنسټ کړې دي.

دی وايي:”د شمېرو له مخې، شاوخوا هېوادونو په نسبت زموږ هېواد کې د کرونا له امله مړینه کمه ده؛ مثلا پاکستان کې د مړینې کچه یو عشاریه۸۸ ده خو زموږ یو عشاریه۸۶ ده.”

هغه زیاته کړه، په هېواد کې ټولټال د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه ۳۵۰۰ بستره جوړ شوي چې تېره اوونۍ ۳۲۰۰ بستره ډک وو؛ یعنې اوس مهال د هېواد د روغتونونو په ۴۰ سلنه ای سې او ( د جدي مراقبت څانګو)  کې ځای خالی دی.

سمسور زیاتوي، دلته له کرونا ویروس مړینه له دې امله ده چې ناروغان روغتیايي لارښوونې نه پلې کوي او وروسته له هغه روغتون ته مراجعه کوي چې دومره یې ناروغي شدیده وي چې پر وینټلاټور هم نه شي کنټرول کېدای.

خو دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت هېواد کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو له ډېرېدو او په ولایتونو کې د مصنوعي تنفس الوکمښت په اړه د روغتیايي ادارو له شکایتونو وروسته د ملي تدارکاتو کمېسون د غويي په اتمه۵۰۰ د منصوعي تنفسي الو د پېرلو وړاندیزمنظور کړی دی.

د عامې روغتیا وزات ویاند وایي چې د ملي تدارکاتو ادارې روغتیا وزارت ته په جرمني کې۵۰۰ نوي وينټلاټورونه پېرلي، خو د راوړلو لپاره یې د پروازونو پیلېدو ته په تمه دي.

خو د عامي روغتیا یوه سرچينه د یادو وينټلاټورونو په وخت نه راوړولو کې د فساد یادونه کوي او وايي، داسې اسناد په لاس لري چې قصدا د دې وينټلاټورونو ځنډېدل د دې لپاره کېدل چې بیې یې لوړې شي.

دې سرچينې وویل، دوی د یو وينټلاټور بیه په ۷۵۰۰ امريکايي ډالره خلاصه کړې وه خو د ارګ يوې حلقې غوښتل له جرمني څخه یو وينټلاټور په ۵۰ زره امريکايي ډالره واخلي او د ولسمشر د دفتر رییس شاکر کارګر غوښتل چې له ترکيې څخه يې په ۲۵ زره امريکايي ډالره وپیري.

د شاکر کارګر د دفتر رییس ذبیح الله زاهد ته مو په دې اړه پيغام ورساوه خو هغه ځواب ور نه کړ.

خو ملي تدارکاتو ادارې د کمېسیون د دې پرېکړې له مخې ۵۰۰ د ويڼټلاټور الې له یوه الماني شرکت(CAMED Medical System Gmbh) څخه د مصنوعي تنفس ۵۰۰ الې د ۵.۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت پېرلي چې د یوه ماشین بیه یې په منځنۍ کچه څه باندې ۹۷۰۰ امریکايي ډالره کېږي.

د تدارکاتو ملي ادارې ۲۱۵ ناستې د ۴۰۳۹ ګڼې پرېکړې له مخې، له یاد الماني شرکت سره ځکه قرارداد کړی چې استانبول پارما ترکیې شرکت د یوه ماشین بیه ۲۵ زره امریکايي ډالره ورکړې، د داکش هیلت کیر په نوم بل شرکت ۲۵۹۰۰ ډالره او روغتیا وزارت د ۱۶۲۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت بیې ورکړې وې.

خو په یاده پرېکړه کې راغلي چې له ۵۰۰ ماشینونو څخه ۴۰۰ یې پر ۷۵۰۰ او سل نور ماشینونه ۱۲۰۰۰ یورو ځکه پیرل شوي چې د بازار بیې لوړې شوې دي؛ په دې حساب د ټولو ماشینونو اصلي قیمت ۴.۲ میلیونه امریکايي ډالره کېږي خو پورتنۍ پرېکړه کې ۱.۳ میلیونه ډالر ډېر ښودل شوي دي.

د ملي تدارکاتو ادارې ویاند رامین ایاز وویل، په دغه انوایس(صورت حساب) کې دغه اضافې پیسې د شپږو میاشتو لپاره د ټول مخ پټولو پر ماسکونو او د هوا په هغو نلونو چې یو وار کارول کېږي؛ د دې توکو په لګښتونو لګېدلې دي.

Views: 33

Exit mobile version