غزني- ښرنه (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٩): امنيتي مسوولين په غزني او پکتيکا ولايتونو کې د افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال د ٢٥ طالبانو وژل کېدو او يو شمېر نورو د ټپي کېدو ادعا کوي.
د ٢٠٣ تندر قول اردو له لوري د چنګاښ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د غزني مرکز اړوند د کج کلا او د اندړو ولسوالۍ په ناکام سيمو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.
سرچينه وايي چې په دغو بريدونو کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د حکومتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې ١٤ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
دغه راز په پکتيکا هم طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود ارين پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د دغه ولايت په سروبي، يوسف خېلو او يحيى خېلو ولسواليو کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.
دى وايي چې په دغو بريدونو کې د طالبانو د لېزري قطعې د يوه قوماندان په ګډون ١٢ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
ارين زياتوي چې په دې جګړه کې يو پوليس هم وژل شوى دى.
همدارنګه د يحيى خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي ستار پژواک ته وويل چې د دوى په سيمه کې تېره شپه د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې پنځه طالبان او يو پوليس وژل شوي دي.
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې يو ځل بيا د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن