کابل(پژواک،۱٨چنګاښ۹۹): د بامیان ولایت مقام یوه یوه سرچینه وایي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ دځانګړي ځواک د یوه ساتونکي جسد د دغه ولایت په شېبر ولسوالۍ کې پیدا شوی دی.
دغې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک خبري اژانش ته وویل چې د جمهوري ریاست د یوه ځانګړي ساتونکي عزیز احمد عالم یار جسد د بامیانو ولایت د شېبر ولسوالۍ د پایموري اړوند له رود خانې پیدا شوی دی.
هغه زیاته کړې چې عالم یار په مرموز ډول وژل شوی او جسد یې عدلي طب ته انتقال شوی دی.
نوموړي په دې اړه له نورو جزییاتو ورکولو ډډه وکړه.
د بامیانو امنیتي مسوولینو په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.
بلخوا ارګ هم په دې اړه له رسنیو سره جزییات نه دي شریک کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پژواک د یوه راپور پراساس، د ۱۳۹۸ کال د زمري په دویمه د ولسمشر غني یو ساتونکی د کابل ښار د اتمې حوزې په مربوطاتو کې وژل شوی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن