کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۹۹): د پاکستان حکومت وایي چې هغو افغان کډوالو د تګ راتګ لپاره یې پر یوې طرحې کار کوي چې په افغانستان کې د قرنطین له امله بند پاتې دي.
د خیبرپښتونخوا په پېښور ښار کې د افغانستان له کونسلګرۍ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان کونسل جنرال نجیب الله احمدزي پرون د پښتونخوا ایالت له مشر وزیر محمود خان سره ولیدل.
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې دواړو لورو پر سوداګریزو ستونزو، سوداګریزو لارو او هغه افغانان چې کورونه یې په پاکستان کې دي او اوس په افغانستان کې بند پاتي دي، دهغویدتګ راتګ په اړه خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي چې احمدزي دغه راز په خیبر پښتونخوا کې مېشت افغان کډوالو ته د اسانتیاوو په رامنځتهکولو هم خبرې وکړې او دسوداګرۍ په برخه کې یې د لازیاتو اسانتیاوو غوښتنه وکړه.
د خیبر پښتونخوا مشر وزیر محمودخان له خوا افغان کونسل جنرال نجیب الله احمدزي ته ډاډ ورکړل شو چې پاکستان غواړي له افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي.
نوموړی دغه راز د افغان ګډوالو په تړاو وویل چی په پاکستان کې مېشت افغان کډوال یې وروڼه دي او هېڅکله به ددوی او پاکستانيوګړو ترمنځ توپیري چلند ونه شي.
محمودخان زیاته کړه، هغه افغانان چې کورونه یې په پاکستان کې دي او په افغانستان کې بند پاتې دي، دهغوی د راتګ لپاره به په یوه طرحه کار وکړي او ډېر ژر به یې خپلو کورونو ته ور ستانه شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې دا مهال يو ميليون اوڅلورسوه راجستر شوي افغان کډوال ژوند کوي چې ډېری یې په خیبر پښتونخوا کې مېشت دي.
خو د معلوماتو له مخې، په ټول پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې نیمایي راجستر شوي نه دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن