کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۹۹): افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ویروس له ثبت شویو ۱۵۹ مثبت پېښو سره، پر دغه ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۵۲۲۹ تنو ته ورسېد.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه افغانستان کې پر دغې ناروغۍ له ټولو اخته کسانو ۲۳۲۰۸ تنه روغ شوي، خو ۱۱۴۷ نور مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې، راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۵۷۲ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ۱۵۹ يې مثبتې دي.
سرچینه زیاتوي چې د یادې ناروغۍ له نویو ثبت شویو پېښو، ۱۰۹ په کابل، ۲۰ په هرات، ۱۱ په غور، څلور، څلور په پکتیا او تخار، یوه، یوه په ننګرهار، پروان، لوګر او میدان وردګو، دوې، دوې په لغمان او کونړ، او درې په پنجشیر کې ثبت شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد په کچه په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۳۲۷ کسان له کوویډ -۱۹ ناروغۍ روغ شوي، خو پر دغه ناروغۍ له اخته کسانو ۳۲ تنو ژوند بایللی.
د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کوي چې له کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې عملي کړي.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د کرونا ويروس پېښې مخ په کمېدو دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن