Pajhwok Afghan News

کندوز کې د کويډ ١٩ روغتون لپاره د ٣٢ افغانيو ډيټول صابون په١١٠ افغانيو پيرل شوى دى

کندوز ښار (پژواک، ٧ زمرى ٩٩): د پژواک موندنې ښيي چې د کندوز ولايت د کويډ ١٩ روغتون لپاره د ٣٤ قلمه توکو په پېرلو کې څه باندې ١،١ ميليون افغانۍ ډېرې ورکول شوې دي.

حکومتي چارواکو په کندوز کې له کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره سل ميليونه افغانۍ ځانګړې کړې وې چې له دغو پيسو څخه تر اوسه ١٨ ميليونه افغانۍ يې لګول شوي، ٣٩ ميليونه يې د قرارداد په حال کې دي او نورې يې تر اوسه پاتې دي.

د پژواک د موندنو له مخې, د کندوز د کويډ ١٩ روغتون لپاره ٣٤ قلمه بېلابېل توکي په ٢١١١٦٤٥ افغانيو پيرل شوي دي.

خو پژواک خبري اژانس د يادو ٣٤ قلمه توکو نرخ په کندوز کې له څو لويو شرکتونو څخه ترلاسه کړى چې اوسط نرخ يې ٩٨٠٤٨٤ افغانۍ کېږي چې د حکومت له لوري او د پژواک د ترلاسه شوي نرخ ترمنځ ١١٣١١٦١ افغانۍ تفاوت تر سترګو کېږي.

د توکيو لست

١- د کندوز د کويډ ١٩ روغتون لپاره زر بوتله ايراني سپينونکي مايع يو بوتل په ٢٣٠ افغانۍ اخيستل شوي چې ټوليزه بيه يې ٢٣٠زره افغانۍ کېږي خو د پژواک د تر لاسه شوي نرخ له مخې يو بوتل دغه مايع په ٧٥ افغانۍ ده چې زره بوتله يې ٧٥زره افغانۍ کېږي.

٢- دغه روغتون ته د کاليو پريمنځلو ٦٦٧ قطعي پوډر اخيستل شوي چې يوه قطعی يې په١٥٠ افغانۍ اخيستی چې ټوليز لګښت يې ١٠٠٠٥٠ افغانۍ کيږي خو د پژواک د ترلاسه شوي نرخ له مخې د دغه پوډر يو قطعی په ٤٥ افغانۍ ده چې ټوليز لګښت يې ٣٠٠١٥ افغانۍ کيږي.

٣- ياد روغتون ته ١٦٧ کلچې د کاليو پريمنځلو صابون اخيستل شوى چې هره کلچه يې په ٧٥ افغانيو پېرل شوې چې ټوليز لګښت يې ١٢٥٢٥ افغانۍ کيږي خو د پژواک د ترلاسه شوي نرخ له مخې دغه صابون يوه کلچه په ٢٥ افغانۍ ده چې ټوليز لګښت يې ٤١٧٥ کېږي.

٤- د کندوز د کويډ ١٩ روغتون لپاره ٦٦٧ بوتله د لاس پريمنځلو مايع اخيستل شوې چې د هر بوتل نرخ يې٢٥٠ افغانۍ دى او ټوليز لګښت يې ١٦٦٧٥٠ افغانۍ کيږي خو دپژواک د ترلاسه شوي نرخ له مخې دغه مايع يو بوتل په ٧٥ افغانۍ دى چې ټوليز لګښت يې ٥٠٠٢٥ افغانۍ کيږي.

٥-همدغه روغتون ته ٢٤٠ دانې پاس پاس اخيستل شوي چې هره دانه يې په ٣٠٠ افغانۍ اخيستی چې ټوليز لګښت يې ٧٢٠٠٠ افغانۍ کيږي خو د پژواک له خوا د ترلاسه شوي نرخ له مخې د دغه پاس پاس يوه دانه په ١٣٠ افغانۍ ده چې ټوليز لګښت يې ٣١٢٠٠ افغانۍ کيږي.

٦- د کندوز د روغتون لپاره زر جوړه دستکشې اخيستل شوي چې هره جوړه يې په ٢٢٠ افغانۍ اخيستل شوې او ټوليز لګښت يې ٢٢٠زره افغانۍ کېږي خو د پژواک د ترلاسه شوي نرخ له مخې دغه دستکشې يوه جوړه په ٥٥ افغانۍ دي چې ټوليز لګښت يې ٥٥ زره افغانۍ کيږي.

٧- دغه روغتون ته ٦٦٧ پلاستيکي خريطې اخيستل شوي چې هره خريطه يې ٢٣٠ افغانۍ اخيستل شوې او ټوليز لګښت يې ١٩١٥٩٠ افغانۍ کېږي خو د پژواک ترلاسه شوي نرخ له مخې دغه پلاستيکي خريطه په ١١٠ افغانۍ ده چې ټوليز لګښت يې ٧٣٣٧٠ افغانۍ کيږي.

٨- د کندوز د کويډ روغتون لپاره ٣٣ دانې باطله دانۍ اخيستل شوي چې يوه دانه يې په ٢٥٠٠ افغانۍ اخيستل شوې او ټوليز لګښت يې ٨٢٥٠٠ افغانۍ کيږي خو د پژواک د ترلاسه شوي نرخ له مخې دغه باطله داني په ١٧٠٠ افغانۍ ده چې ټوليز لګښت يې ٥٦١٠٠ افغانۍ کيږي.

٩- دغه روغتون ته سل بوتله انتي سپتيک مايع اخيستل شوې چې هر بوتل يې په ٨٠٠ افغانۍ اخيستل شوى چې ټوليز لګښت يې ٨٠ زره افغانۍ کېږي خو د پژواک د ترلاسه شوي نرخ له مخې دغه مايع بوتل په ٣٠٠ افغانۍ ده چې ټوليز لګښت يې ٣٠٠٠٠ افغانۍ کيږي.

١٠ – د کندوز د روغتون لپاره ٦٦٧ کلچې ډيټول صابون پيرل شوى چې هره کلچه يې په ١١٠ افغانۍ اخيستې او ټوليز لګښت يې ٧٣٣٧٠ افغانۍ کېږي خو د پژواک د ترلاسه شوي نرخ له مخې د ډيټول دغه صابون کلچه په ٣٢ افغانۍ ده چې ټوليز لګښت يې ٢١٣٤٤ افغانۍ کېږي.

د پاتې ٢٤ قلمه نورو توکو نرخونه دلته کتلاى شئ

د کندوز د مسوولينو له لوري د اخيستل شويو توکو د لېست کاپي

د پژواک له لوري د ترلاسه شويو توکو د نرخ کاپي

د يادو توکو ترڅنګ ځينې غير ضروري توکي لکه ٦٠ پايې امنيتي کامرې، ٣٠٠ پايې څوکۍ او ٢٥ د خوړو ميزونه هم اخيستل شوي چې تر اوسه ترې استفاده نه ده شوې او زېرمتون کې پراته دي.

پژواک خبري اژانس د دغو کامرو او ميزونو ويډيو او انځورنه هم تر لاسه کړي دي.

د ترلاسه شويو اسنادو له مخې, دغه ٣٠٠ پايې څوکۍ او ٢٥ ميزونه په ٦٩٠٠٠٠ افغانۍ پېرل شوي خو د کامرو د بيې په اړه تر اوسه معلومات نشته دي.

د اړوندې موضوع په اړه د کندوز د اوسېدونکو نظرونه:

د کندوز ښار یو اوسېدونکى حشمت الله وايي چې افغانستان ته د کرونا په راتګ سره يو شمېر چارواکو ډېرې زياتې پيسې پيدا کړې.

ده زياته کړه:”په نورو هېوادونو کې چارواکو د خلکو د روغتيا لپاره خپلې شخصي پيسې ولګولې، خو دلته د خيرات له پيسو څخه زموږ چارواکي پيسې پټوي، دوى ته شرم پکار دى.”

د کندوز ښار يو تن مدني فعال سيد ناصر پژواک ته وويل چې د کرونا پيسو په لګښت کې د روڼوالي د نشتون له امله خلک پر حکومت بې باوره شوي دي.

ده وړانديز وکړ، کومو کسانو چې په دغه برخه کې فساد کړى بايد جدي او علني سزا ورکړل شي.

د کندوز د ولايتي شورا غړي امرالدين ولي پژواک ته وويل، هغه توکي بايد د روغتون لپاره نه واى پيرل شوي چې اړين نه وو.

دى وايي: ” ډېر غير ضروري شيان او په لوړ قيمت يې اخيستي دي خو سره له دې هم شفاخانه مجهزه نه ده، ډېر کمبودات لري. “

ولي زياتوي، ولايتي شورا به هم په يو مناسب وخت کې د کويډ ١٩ روغتون لپاره د اخيستل شويو توکو بررسي ترسره کړي.

د چارواکو نظرونه:

کندوز کې د کويډ ١٩ روغتون رييس ډاکټر ذبيح الله مجيدي پژواک ته وويل چې دغه وسايل او توکي د عامې روغتيا رياست له لوري دوى ته پيرل شوي دي.

هغه د امنيتي کامرو, ميزونو او څوکو په اړه وويل: ” د ځينو ستونزو له امله تر اوسه په دې نه يو غالب شوي چې امنيتي کامرې نصب کړو، خو له درې سوه څوکۍ ١٥٠ مو استفاده کړي او له ٢٥ ميزونو څخه درې مو استفاده کړي دي. “

دغه راز د کندوز د عامې روغتيا رييس ډاکټر احسان الله فضلي وايي چې دغه توکي د يوه تدارکاتي پلاوي له لوري پېرل شوي دي، خو ځينې توکي لکه کامرې او ميزونه ډېر اخيستل شوي دي.

هغه زياتوي: ” کامرې د روغتون د امنيت لپاره پکار دي، خو دومره ډېر هم نه او زه ډېر دقيق په دې اړه معلومات نه لرم. “

د چارواکو د معلوماتو له مخې, په دغه پلاوي کې د ولايت مقام په مشرۍ، د عامې روغتيا رياست استازي، د څارنوالۍ استازي، د ملي امنيت استازي او د کويډ ١٩ روغتون استازي برخه درلوده.

خو د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي وايي چې د کويډ ١٩ روغتون لپاره ټول وسايل او توکي د يو پلاوي په موجوديت کې د ازاد رقابت له لارې او له نرخ اخيستلو وروسته پيرل شوي دي.

هغه وايي: ” موږ نه شو کولاى هغه وخت له دغه وخت سره پرتله کړو، ځکه هغه وخت کندوز په قرنطين کې و، د توکو نرخ هم لوړ و خو اوس ډېر شيان بېرته ارزانه شوي دي. “

ده وويل که بيا په دغه برخه کې کومه ستونزه وي، د ارزونې کمېټه به يې دقيق بررسي کړي او بيا به يې پايلې له تاسو سره شريک کړو.

د يادونې ده چې د کندوز ترڅنګ پژواک خبري اژانس د نورو ولايتونو د کويډ ١٩ روغتونونو لپاره د اخيستل شويو توکو نرخونه هم ارزولي چې په ډېره لوړه بيه د اړوندو ارګانونو له لوري پېرل شوي دي.

Views: 23

Exit mobile version