کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۹۹): ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د نېکمرغه لوی اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې ته ولاړ او د یادې حوزې له منسوبینو سره یې د اختر د مبارکۍ پر مهال د دوی کړنې هم و ارزولې.
ولسمشر په داسې حال چې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب یې هم ملتیا کوله، د اتمې حوزې له مسوولینو څخه د دوی د برنامو، اهدافو، له خلکو سره د اړیکو، امنیتي پلان او په ساحه کې د جرمونو، د خلکو د نارضایتۍ د کچې، امنیتي برنامو د تطبیق، څارنې او ساتنې او د امنیتي پوستو د وضعیت په اړه راپور وغوښت.
وروسته د یادې حوزې قوماندان د حوزې د ورځنیو چارو، ننګونو او اجرااتو په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل، وې ویل، له هغو مجرمینو سره چې د اتمې حوزې د سیمې امنیت او نظم ګډوډوي، جدي مبارزه کوو، د خلکو همکاري له ځان سره لرو او د امنیت د ښه والي په برخه کې له ۲۲ ولسي شوراګانو او د ګذر ۴۲ وکیلانو سره، کار کوو.
نوموړي همداراز د اداري ننګونو په اړه ولسمشر ته راپور ورکړ، وې ویل، په دې اړه د کورنیو چارو وزارت او کابل پولیسو د رهبري لا زیات ملاتړ ته اړ دي. هغه په یاده حوزه کې د متخصصو افرادو د نه موجودیت او د ضمانت په بدل کې د مجرمینو د خوشي کولو په برخه کې د لوی څارنوالۍ ادارې سره ستونزو ته هم اشاره وکړه.
ږلسمشر او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان د یاد راپور او خبرو له اروېدو وروسته د اتمې حوزې امر ته لارښوونه وکړه چې د امنیتي برنامو په عملي کولو کې دې لا زیاتې هڅې وکړي.
ولسمشر غني زیاته کړه، له مجرمینو سره دې جدي چلند وشي او څارنوالي دې تورن کسان د ضمانت په مقابل کې نه ازادوي، دغه راز باید د مجرمینو دوسیې د هیواد د نافذه قوانینو مطابق تر عدلي او قضايي څار لاندې ونیول شي.
د هېواد د خپلو خبرو په پای کې په یاده حوزه کې د ستونزو د حل په موخه د کورنیو چارو وزارت او د کابل پولیسو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې او ارګ ته د بېرته راستنېدو پر مهال یې په لار کې له یو شمېر کوچنیانو سره د اختر مبارکۍ ترڅنګ پر هغوی شفقت هم وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن