کابل(پژواک,۱۵ زمری۹۹ا): د طالبانو د قطر دفتر مشر ملابرادر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او مله پلاوي سره د بندیانو د ژر خلاصونو او نورو موضوعاتو په اړه ملاقات وکړ.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي چې په افغانستان د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډيبورا لیون په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملابرادر اخند سره وکتل.
هغه زیاته کړې, په دې کتنه کې چې د یوناما له مشرې سره یوه پلاوي هم ملګرتیا کوله د طالب بندیانو د ژر خلاصون په اړه خبرې وشوې.
شاهین وایي په دې لیدنه کې د بین الافغاني خبرو پر پیل ټينګار وشو.
د نوموړي په خبره چې په دې لیدنه کې د ملکي تلفاتو,د سولې پروسې پر بېلابېلو اړخونو, بشري حقونو او مرستو رسولو په اړه په تفصیل بحث وشو.
په کابل کې د یوناما دفتر تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن