کابل (پژواک، ١٨ زمرى ٩٩) : د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو وايي، د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره یې د افغان سولې بهیر په اړه خبرې کړې دي.
پومپیو پرون ناوخته په خپله ټويټرپاڼه کې لیکلي چې له خپل پاکستاني سیال سره یې د ټيلېفون له لارې د افغان سولې په اړه د دوامداره همکارۍ او سیمه کې د ثبات د اهمیت په اړه خبرې کړې دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير د ګټو اهدافو ترلاسه کېدو لپاره د همکارۍ زیاتوالي ته هیله مندي ښودلې ده.
بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې قريشي او پومپيو د افغان سولې پروسې د وروستيو پرمختګونو په اړه سلا مشورې کړې دي.
سرچينې زياته کړې، قريشي پومپيو ته ډاډ ورکړى چې د افغان شخړې د سياسي هواري لپاره به خپلو سوله ييزو هڅو ته ادامه ورکوي.
دغه راز نوموړي د ژر تر ژره بين الافغاني مذاکراتو پر پيلېدو هم ټينګار کړى او په ډاګه کړې يې ده چې له مشورتي لويې جرګې سره به دغه کار ته لاره هواره شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو داسې مهال له شاه محمود قریشي سره د افغان سولې په اړه خبري کړي چې پرون جمعه په کابل کې د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه مشورتي لویه جرګه پيل شوې ده.
بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې له تر سره کېدو هر کلی کړی او هغه یې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره تاریخي فرصت بللی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د ۴۰۰ طالب بندیانو ازادول به د بین الافغاني خبرو پیلېدو لامل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن