جلال اباد (پژواک، ۱۸زمری ۹۹): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا د توغول شوې هاوان مرمۍ لګېدو له امله د یوې کورنۍ ۹ کسان ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د زمري په ۹مه پژواک اژانس ته وويل، تېره ورځ د شېرزادو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو له لوري د هاوان مرمۍ توغول شوې او پر يو کور لګېدلې ده.
دی وايي، په ياده پېښه کې د دوو مېرمنو او یوه ماشوم په ګډون د یوې کورنۍ نهه غړي ټپيان شوي دي .
نوموړي زياته کړه، ټپيان د سيمې د خلکو له لوري روغتون ته لېږدول شوي او تر ډېره يې روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.
د یو بل خبر له مخې، د شېرزادو ولسوالۍ په قاضي کلا سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
د ننګرهار د والي وياند وويل، لومړی وسله والو بريد وکړ چې د امنيتي ځواکونو په ځوابي برید کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې یو غړی وژل شوی دی .
وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو دواړو پېښو په تړاو څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن