کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۹۹): د سولې مشورتې لويې جرګې پرېکړه کړې څلور سوه طالب زندانيانو دې خوشي شي او پر اوربند يې د ټينګار تر څنګ ويلي چې د يادو زندانيانو د خلاصون په صورت کې دې د سولې مستقیم مذاکرات پيل شي.
د يادې جرګې د نننۍ ورځې (د جرګې درېيمه او وروستۍ ورځ) پرېکړه ليک چې خپور شو، په کې راغلي، که د يادو ۴۰۰ زندانيانو په منځ کې د بهرنيو هېوادونو اتباع وي، اړينه ده چې له اړوندو هېوادونو څخه د معتبر ضمانت له اخيستو وروسته ور وسپارل شي.
مشورتي لويې جرګې په تېرو دوو لسيزو کې د افغانستان د خلکو لاسته راوړنو، د هېوادوالو د اساسي حقونو، ولسواکۍ او جمهوريت پر ساتلو د ټینګار ترڅنګ له هېوادونو او نړيوالو بنسټونو غوښتنه وکړه چې د سولې خبرو په درشل کې او د سولې هوکړې ته تر له رسېدو وروسته د پخوا په څېر له افغانستان سره خپلو مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي.
دغه راز جرګې وړانديز کړی چې دولت دې د امنيتي او دفاعي قواوو د منسوبينو د حبس پاتې موده د هغو جرمونو په تړاو چې د ولسمشرۍ ماڼۍ تر صلاحيت لاندې وي او هېواد ته د خيانت پر جرم تورن نه وي، عفوه وکړي، له دې پرته هغه کسان چې له طالبانو سره د اړيکو په تور محکوم شوي هم دې د عفوې په ياد فرمان کې راوستل شي.
د امريکا او طالبانو د سولې هوکړې پر اساس، د سولې د بين الافغاني خبرو تر پيل مخکې بايد دولت د طالبانو ۵۰۰۰ زندانیان او طالبان به د دولت ۱۰۰۰ زندانيان له بنده خلاص کړي.
حکومتي چارواکي وايي چې دولت د طالبانو ۴۶۰۰ زندانيان چې د طالبانو په نوملړ کې شامل وو او ۳۱۷ د طالبانو نور زندانیان له بنده خلاص کړي دي. طالبانو ويلي چې د حکومت زر زندانيان يې له بنده خلاص کړي او حکومت بايد ۴۰۰ ياد زندانيان هم له بنده خلاص کړي.
خو د افغانستان حکومت ويلي چې د ۴۰۰ زندانيانو په منځ کې هغه کسان هم شامل دي چې د اعدام حکم پرې شوی او ځيني يې د قتل او انسان تښتونې په جرمونو تورن دي، له دې امله بايد د سولې مشورتي جرګې له غړو سره مشوره وشي؛ ځکه چې ولسمشر د يادو ۴۰۰ زندانيانو د خلاصون صلاحيت نه لري.
دغه جرګه د زمري په ۱۷مه د کابل د لويې جرګې په خېمه کې په کار پيل وکړ او نن يې اختتاميه ناسته لرله او لاندې پرېکړه ليک يې صادر کړ:
د ۱۳۹۹ لمریز کال د سولې د مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک
)) و امرهم شوری بینهم((
دغه جرګه د " فَأصَلِحُوا بَیْنَ أَخَوَيْكُمْ " له مبارک ايت څخه په الهام اخیستلو او د جمهوري رياست د عالي مقام د ۱۳۹۹ لمريز کال د زمري د ۱۴ د ۵۱ ګڼې فرمان پر اساس، او دغه راز د ۱۳۹۸ لمريز کال د سولې مشورتي لويې جرګې د پرېکړه لیک له ۲۱ بند سره سم د ۱۳۹۹ لمريز کال د زمري په ۱۷مه نېټه پیل او د درېيو ورځو لپاره دوام وکړ.
موږ د سولې مشورتي لويې جرګې ۳۴۰۰ نارينه او ښځینه غړي چې د ټولنې د ۲۳ بېلابېلو اصنافو په استازيتوب له ۳۴ ولايتونو څخه د هېواد په پلازمېنه کې راټول شوي وو، څو د طالبانو د ډلې د ۴۰۰ بنديانو خوشي کېدو او له طالبانو سره د سولې مذاکراتو د چوکاټ تعیینولو لپاره خپلې مشورې وړاندې کړو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن