ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې چاودنې څلور ملکي وګړي ووژل او شپږ نور یې ټپيان کړل

13 Aug 2020 - 11:43
13 Aug 2020 - 11:43

کندهار (پژواک، ۲۳ زمری ۹۹): د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین د چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار شاوخوا نهه بجې د پنجوايي ولسوالۍ په زلخان سیمه کې د ملکي وګړو پر یوه فلډر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده.

هغه زیاته کړه په دې چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د ده په وینا، په وژل شوو کې درې ښځې او یوه ماشومه او په ټپيانو کې څلور ماشومان، یوه ښځه او یو نارینه شامل دي.

ده وویل، دغه ماین د وسله والو طالبانو له خوا امنیتي ځواکونو ته ځای پر ځای شوی و چې ملکي وګړي یې ښکار شول.

خو وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې د سړک غاړې ماین چاودنې ډېرې شوي چې تېره یوه میاشت یې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

پنځه ورځې مخکې هم د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې په دوو جلا چاودنو ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي وو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version