ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قریشي ملا برادر سره دلیدنې پر مهال پر بین الافغاني مذاکراتو ټینګار وکړ

25 Aug 2020 - 21:11
25 Aug 2020 - 21:11

کابل (پژواک، ۴ وږی ۹۹) :  د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو پلاوي سره دلیدنې پر مهال په ډاګه کړې چې ددوی د هڅو په پایله کې د قطر تړون ممکن شو او افغان سولې پروسه کې به خپل مثبت رول لوبولو ته ادامه  ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د وږي په ۴مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ‌ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر دفتر شپږ کسیز پلاوي نن تر غرمې وروسته په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی، د ای اس ای مشر جنرال فیض حمید او نورو چارواکو سره ولیدل.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې  د ا فغانستان سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو، بین الافغاني مذاکراتو بیل او یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو پلاوی پاکستاني پلاوي ته له امریکا سره د شوي تړون په اړه له وروستیو حالاتو معلومات شریک کړل.

دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قریشي ددې لیدنې پر مهال ویلي چې پاکستان له پیل څخه غواړي چې د افغان شخړې هواری پخپله د افغانانو ترمنځ د خبرو له لارې ممکن دی.

د هغه په وینا، پاکستان د افغان سولې پروسه کې خپل رول ترسره کوي او د پاکستان د هڅو په پایله کې په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون لاسلیک شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کدړې چې افغان مشران پخپل هیواد کې ددوامداره سولې لپاره له رامنځته شویو فرصتونو څخه سمه ګټه پورته کړي .

د قریشي په وینا، په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره پاکستان غواړي چې بین الافغاني مذاکرات ژر تر ژره پیل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې قریشي د طالبانو پلاوي ته د افغان سولې پروسې د سبوتاژ کولو له ممکنه خطراتو څخه هم خبر کړل.

هغه زیاته کړې، پاکستان به د افغان سولې پروسه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

د سرچینې په وینا، د طالبانو پلاوی په سولې پروسه کې د پاکستان د رول ستاینه او مننه وکړه.

تر یادې وروسته خبریالانو سره د خبرو پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قریشي وویل چې له طالب پلاوي سره دوه ساعته خبرې وشوې ، تر دې مخکې هم یې له طالبانو سره دوه ناستې کړې وې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version