ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ وکیلانو د مزارشریف ښار امن کېدو لپاره لس ورځنی ضرب الاجل وټاکه

29 Aug 2020 - 15:41
29 Aug 2020 - 15:41

مزارشريف (پژواک، ۸ وږی ۹۹): د بلخ وکيلانو د مزارشريف ښار د امنيتي وضعيت د بدلون په موخه د دغه ولايت سيمه ييزې ادارې ته لس ورځنی ضرب الاجل ټاکلی دی.

په ولسي جرګه کې د بلخ ولايت يو شمېر استازي او د بلخ ولايتي شورا ځيني غړي وايي چې مزارشريف ښار له ناسم امنيتي وضعيت سره مخ دی.

دوی چې د وږي په ۸مه د بلخ د ولايتي شورا په انګړ کې راټول شوي وو، دغه راز يې نيوکه کوله چې د بلخ سيمه ييزه اداره او امنيتي مسوولين د نا امنيو او جنايي جرمونو په کابو کولو کې پاتې راغلي دي.

دغه وکيلان ګواښ وکړ،  که تر لسو ورځو پورې په مزارشريف کې د جنايي جرمونو کچه کمه نه شي؛ نو دوی به خلکو ته مراجعه وکړي او د سيمه ييزو چارواکو پر وړاندې به راپورته شي.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي ګلرحمان همدرد ياد خبري کنفرانس ته وويل چې د مزارښار کوڅې د وحشت، ظلم او ناقانونه کړنو پر مرکزونو بدلې شوې دي.

هغه وويل چې هره ورځ لسګونه خلک دوی ته مراجعه کوي او د خپل سر او مال د خونديتوب غوښتنه ترې کوي.

همدرد زياته کړه: ((مزار ښار کې فساد اوج ته رسېدلی، باج ګيري يو فرهنګ ګرځېدلی، هره ورځ د خلکو له کورونو او دوکانونو غلاوې کېږي، خلک له موږ غواړي چې له حکومته د دوی د سر او مال خونديتوب غوښتنه وکړو.))

د همدرد په خبره، په رڼا ورځ په ښار کې غله او مجرمين په ښکاره ګرځي؛ خو امنيتي چارواکي يې د نيولو لپاره اقدام نه کوي.

نوموړی زياتوي چې د بلخ سيمه ييز مسوولين بايد ځواب ووايي چې ولې د دې بندوباريو مخه نه نيول کېږي.

د هغه په وينا، د خلکو توقع دا ده چې لږ تر لږه دې هغه زورواکې ډلې ولس ته افشا شي چې حتی پوليس يې په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.

په ولسي جرګه کې د بلخ يوه بل استازي سيد ظاهر مسرور بيا وويل، چې د بلخ د سيمه ييزو چارواکو او امنيتي مسوولينو د بې کفايتۍ له امله د مزارښار امنيتي وضعيت ورځ تر بلې خرابېږي.

نوموړي زياته کړه چې که امنيتي مسوولين له جديت او قانونيت څخه کار واخلي نو په وينا يې چې هېڅوک يې پر وړاندې د ودرېدو توان نه لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version