تالقان (پژواک، ١١ وږى ٩٩): امنيتي سرچينې وايي چې د تخار په رستاق ولسوالۍ کې د ملي اردو يوه څرخي الوتکه غورځېدلې ده.
په تخار کې يوې امنيتي سرچينې د وږي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته په رستاق ولسوالۍ کې د ملي اردو يوې الوتکې تر تخنيکي ستونزې وروسته سقوط کړى دى.
هغه زياته کړه: ((دغه چورلکه د وژل شويو امنيتي سرتېرو د جسدونو د انتقال لپاره راغلې وه چې لومړى له تخنيکي ستونزې سره مخ شوې او بيا يي سقوط کړى دى.))
سرچينه زياتوي چې په دې پېښه کې چاته ځاني زيان نه دى اوښتى.
د ملي دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
بل لورته د افغان دولت وسله والو مخالفينو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن