کابل (پژواک، ٢٠ وږى ٩٩) : د اروپايي هېواد يونان په يوه مېشت غالي کې د اورلګېدنې له امله سلګونه افغانان بې ځايه شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د یونان چارواکو ډاډ ور کړی چې د دغه هېواد موریا مېشت غالي کې له اور لګېدو وروسته افغانان خوندي ځای ته لېږدوي.
د یونان په لسبوس سيمه کې د موریا په نامه دغه ستر مېشت غالي کې د سلګونو افغانانو په ګډون ١٣ سوه کسان مېشت دي او پرون په کې اور لګېدلى و.
د راپورونو له مخې، په مېشت غالي کې له اور لګېدو وروسته مېشت کسان نږدې کليو او ښارونو ته تښتېدلي او په نامعلوم برخليک اخته شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد ويلي، مېشت غالي کې تر اور لګېدو وروسته په یونان کې افغان سفیر د دغه هېواد د کډوالو چارو وزارت مرستیال سره خبرې کړې دي.
د هغه په وينا، یوناني چارواکو سفیر ته ډاډ ور کړی چې زيانمنو افغانانو ته مناسب ځای په پام کې نیول شوی او هلته لېږدول شوي دي.
خو په یونان کې د بې پولې ډاکټرانو یوه ځايي چارواکي ویلي چې له موریا کمپ وتلي کډوال له هر ډول مرستې پرته د نږدې ښارګوټي میټلیني په لارو کوڅو کې لیدل کېږي.
د راپورونو له مخې، تر اور لګېدنې وروسته د کډوالو دا کمپ په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.
تر اوسه معلومه نه ده چې دغه اور څنګه ولګېد، خو د اور وژنې لپاره یې د اطفایې له ۴۰ موټرو په داسې حال کې ګټه اخيسته چې په کې مېشت ډېری کډوال له لوګیو اغېزمن شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن