ښرنه (پژواک، ٢٢ وږى ٩٩): د عامې روغتیا وزیر وایي چې د پکتیکا ولایت د مرکز او یو شمېر ولسوالیو په روغتیایي مرکزونو کې به ښځینه مسلکي ډاکټرانې پر دندو وګومارل شي څو په اړوند برخه کې شته ستونزې هوارې شي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکتر احمد جواد عثماني پکتیکا ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت په یو شمېر روغتونونو کې د ښځینه ډاکترانو زیاتولو ژمنه وکړه او ويې ويل چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه ولايت د روغتيايي سکتور په برخه کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته شي.
عثماني د روغتیا په برخه کې د پکتیکاوالو هغه ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدې چې خلک تر دې وړاندي ورسره مخ وو.
هغه زياته کړه، د مرکز ښرنې ملکي روغتون چې پخوا يې ٧٥ بستره درلودل، ډېر ژر به سل بستريز شي.
دغه راز د پکتیکا والي مجیب الرحمن څمکني د عامې روغتیا له وزیره مننه وکړه چې پکتیکا ته ورغلى او د روغتیا په برخه کې یې د ولس ستونزې له نږدې وليدې.
ده وويل چې د نورو برخو ترڅنګ د پکتيکا اوسېدونکي د روغتيا په برخه کې ډېرې ستونزې لري چې بايد حل شي.
د يادونې ده، له دې وړاندې د پکتيکا اوسېدونکو په دغه ولايت کې د ښځينه ډاکټرانو د کموالي له امله پژواک ته شکايتونه کړي وو او د حل غوښتنه يې کړې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن