ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د پاڅون کوونکو يو مشر موټربم بريد کې ټپي شوى

19 Sep 2020 - 12:15
19 Sep 2020 - 12:15

مزارشريف (پژواک، ٢٩ وږى ٩٩): په بلخ ولايت کې د پاڅون کوونکو يو مشر هاشم احمدزى له يو شمېر نورو کسانو سره په يوه موټربم بريد کى ټپي شوى دى.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د وږي په ٢٩مه پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار د دهدادي ولسوالۍ په خاصه پز سيمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په خبره، يو کرولا موټر چې له چاودېدونکو توکو ډک و، د هاشم احمدزي د موټرو کاروان يې په نښه کړی دی.

د امنیې قوماندانۍ ویاند زیاتوي چې په دې چاودنه کې د قوماندان هاشم په ګډون ۸ پاڅون کوونکي ټپیان دي او يو کس وژل شوی دی.

د بلخ په ملکي روغتون کې يوې سرچینې پژواک ته تایید کړه چې قوماندان هاشم او د هغه څو ساتونکي په ټپي حالت کې روغتون ته ور وړل شوي دي.

هاشم احمدزی پخوانی جهادي قوماندان دی او له دې مخکې د مزارشریف د لومړۍ حوزې امر هم پاتې شوی دی.

نوموړی له تېرو څو میاشتو راهیسې د بلخ ولایت، بلخ ولسوالۍ مربوطاتو کې د ولسي پاڅون کوونکو مشري کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version