کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٩): د سعودي عربستان حکومت د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بين الافغاني مذاکراتو پيلېدو ملاتړ کړى دى.
د سعودي د بهرنيو چارو وزارت له خوا تېره شپه ناوخته په ټويټر کې ليکلي چې د سعودي عربستان حکومت د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د پخلاینې وروستۍ خبرې تعقیبوي.
سرچينې زياته کړې چې دوى د پخلاینې له پروسې او هر هغه څه چې په افغانستان کې د امنيت، ثبات او تاوتریخوالي کمولو لامل کېږي، ملاتړ کوي.
د بهرنيو چارو وزارت ويلي، سعودي عربستان تر هغو د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی، څو د افغانانو ټولې رښتینې هیلې او غوښتنې پوره شي.
بلخوا په رياض کې د افغانستان سفير احمد جاوېد مجددي د سعودي عربستان د دغه دريځ هرکلى کړى دى.
هغه زياته کړې چې د سعودي عربستان حکومت او مشرتابه تل له افغانستان او افغانانو سره مرستې کړې او د سولې پروسې ملاتړ يې کړى دى.
د يادونې ده، د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د بين الافغاني مذاکراتو د پيل رسمي مراسم تېره اوونۍ ترسره شوي او تر اوسه تخنيکي ټيمونه پر طرزالعمل او اجنډا باندې بحثونه کوي، خو کومې پرېکړې ته نه دي رسېدلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن