ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست ښار کې د چاودنې له امله يو ملکي وګړى وژل شوى او څلور نور ټپيان دي

27 Sep 2020 - 19:03
27 Sep 2020 - 19:03

خوست(پژواک، ۶ تله ۹۹): امنیتي چارواکي وايي چې په خوست ښار کې د ماين چاودنې يو ملکي وګړى وژلی او څلور نور يې ټپيان کړي دي.

د خوست امنيه قوماندانۍ وياند عادل حيدر پژواک ته وويل، چاودنه په یوه بايسکل کې د ځای پر ځای شوي ماين له امله شوې.

هغه زياتوي، دغه چاودنه نن ماښام د خوست ښار په مرکزي چوک کې شوې، چې له امله يې يو تن وژل شوی او څلور نور ټپيان دي.

دی زياتوي، وژل شوی او ټپيان ټول ملکي خلک دي او په تړاو يې د پوليسو پلټنې پيل شوې دي.

تر دې دمه د يادې چاودنې مسووليت چا نه دى منلى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version