زرنج(پژواک، ٨ تله ٩٩): په نيمروز ولايت کې يوه سرچينه وايي چې ددغه ولايت د ګمرک عوايد د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د تېرکال د ورته مودې په پرتله ٦١سلنه زيات شوي او نږدې يو ميليارد افغانيو ته رسېدلي دي.
د نيمروز د ګمرک يوې مسوولې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې ياد شي پژواک ته وويل چې ددغه ګمرک عوايد د روان کال په شپږو مياشتو کې ٩١٠ميليون افغانيو ته رسېدلي و، په داسې حال کې چې د تېرکال په لومړيو شپږو مياشتو کې دغه رقم ٥٦٢ميليون افغانيو ته رسېده .
هغه زياته کړه چې سږکال د تېرکال په پرتله په عوايدو کې ٦١سلنه زياتوالى راغلى دى.
د نوموړي په خبره، هيله ده چې د روان کال ترپايه پورې د نيمروز د ګمرک عوايد د پام وړ زيات شي.
دده په خبره، د کنټرول زياتوالى،ددغې ادارې له بېلابېلو برخو څخه څارنه او ارزونه لامل شوي چې عوايد د پام وړ زيات شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن