لښکرګاه (پژواک، ٢١ تله ٩٩): ولسمشر اشرف غني د هلمند له والي سره په ټيلېفوني اړيکو کې د مرکزي ادارې له بشپړې پاملرنې د ډاډ ورکولو ترڅنګ ويلي چې د هېواد دښمنانو ته به پر هلمند بريد ډېر ګران تمام شي.
د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين د تلې په ٢١مه په خپل فيسبوک کې ليکي چې نن سهار ولسمشر محمد اشرف غني ورسره د ولايت د وروستي وضعيت په اړه ټيلېفوني خبرې وکړې.
هغه زياته کړه، چې ولسمشر ورته د هلمند د هر اړخيز ملاتړ ډاډ ورکړ او په ډاګه يې کړه چې نظامي بنسټونو ته يې امر کړی څو هلمند تر جدي حمايت او پاملرنې لاندې ونيسي.
د نوموړي په وينا، ولسمشر په دې اړيکه کې هلمندوالو ته د نېکو هيلو وړاندې کولو ترڅنګ د مرکزي ادارې د بشپړې پاملرنې ډاډ ورکړ او ويې ويل چې د هېواد دښمنانو ته به پر هلمند ولايت حمله ډېره ګرانه تمامه شي.
جنرال ياسين وايي، په دې ټيليفوني خبرو کې يې له ولسمشر سره د دغه ولايت د امنيتي وضعيت په اړه هر اړخيزو معلوماتو ورکولو ترڅنګ ستونزې او وړانديزونه هم شريک کړل چې د هغه له لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
بلخوا د ملي امنيت لوی رياست ولايتي مرستيال ډګر جنرال نظر علي خان واحدي د ملي دفاع وزارت د عملياتي قوماندان او کورنيو چارو وزارت د استازي په ملتيا لښکرګاه ته رسېدلي دي.
د هلمند والي وايي چې راغلي پلاوي د ده په مشرۍ د نظامي شورا له غړو سره د دغه ولايت د اوسني امنيتي وضعيت په اړه ناسته وکړه او لازم تصميمونه يې ونيول.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو پرون د لښکرګاه پر څلورمې امنيتي حوزې بريدونه کړي او ډېرې برخې يې نيولې دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي چې د تېرې شپې په عملياتو کې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه راز د دغه ولايت د برېښنا رياست چارواکي وايي چې د ياد بريد پر مهال د هلمند- کندهار د دوراهي په سيمه کې د برېښنا د يوه سب سټېشن وسايل چور شوي دي.
خو طالبانو ويلي چې د سيمې خلکو پر سب سټېشن بريد کړى و خو د دوى کسانو ژغورلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن