کابل (پژواک، ٥ لړم ٩٩) : د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د بنګله دېش هېواد دیني علماوو او مفتیانو په افغانستان کې روانه جګړه حرامه او له شرعي نصوصو سره په ټکر کې وبلله.
د بهرنيو چارو وزارت له خوا د لړم په ٥ مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون د بنګله دېش په پلازمېنه، ډاکه ښار کې (افغانستان کې د سولې په لوري بلنه) په نوم کنفرانس جوړ شوى و.
سرچينې زياته کړې چې په دغه کنفرانس کې د بنګله دېش ګڼ شمېر ديني عالمانو او مفتیانو ګډون کړى وو او په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه یې له ډېرو بحثونو او هر اړخیزو خبرو اترو وروسته، په افغانستان کې روانه جګړه حرامه وبلله .
په خبرپاڼه کې راغلي، د بنګله دېش علماوو او مفتيانو په ټينګه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره په افغانستان کې بايد د بې ګناه مسلمانانو وژنه ودرول شي.
دوی همداراز، په قطر کې د افغانستان د سولې له روانو خبرو اترو هم خپل ټينګ ملاتړ اعلان کړ.
سرچينې ويلي، د بنګله دېش علمای کرامو، په افغانستان کې د روانې جګړې د حراموالي په اړه، د اسلامي نړۍ د نورو علماوو فتواوو ته په اشارې، د جګړې دواړه لوري یو د بل مسلمان وروڼه وبلل او ټینګار یې وکړ چې د اوسنیو ترهګریزو او تاوتریخوالي ډکو بریدونو دوام د اسلام د سپېڅلي دین له لارښوونو او شرعي نصوصو څخه سرغړونه او مخالفت دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، د بنګه دېش علماء کرامو د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې د غوڅ اکثریت خلکو غوښتنې ته دې لبیک ووایي، د بېړني او دایمي اوربند په اعلانولو سره دې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د دواړو لورو تر منځ د اعتماد جوړونې په اقداماتو سره دې، د سولې د روانو خبرو اترو د بریالیتوب لپاره صادقانه او مخلصانه هڅې وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دوست هېواد بنګله دېش له علماء کرامو څخه د اعلامیې او شرعي فتوا د صدور له کبله مننه کوي، د دوی له خوا دا سوله غوښتونکی اقدام د افغانستان د دولت او خلکو د سوله غوښتونکي لیدلوري په برخه کې یو مهم ګام بولي .
د بهرنيو چارو وزارت ټينګار کوي چې د تاوتریخوالي کمول او د بېړني اوربند اعلان د سولې د روانو خبرو اترو د بریالیتوب او په هېواد کې د دایمې سولې او ټيکاو لپاره یو مهم او عملي شرط دی.
بنګله دېش د سوېلي اسيا وړوکى اسلامي هېواد دى، خو بيا ١٦١ ميليونه نفوس لري، چې ٩٠ سلنه وګړي يې مسلمانان دي.
دا هېواد پخوا د پاکستان برخه وه، خو په ١٩٧١ زيږديز کال کې يې له پاکستان څخه خپلواکي ترلاسه کړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن