Pajhwok Afghan News

د سارک فرهنګي مرکز کلنۍ ناسته تر سره شوه

کابل (پژواک، ٨ لړم ٩٩): د افغانستان په مشرۍ د سارک فرهنګي مرکز کلنۍ ناسته تر سره شوه.

د سارک هېوادونو د فرهنګي مرکز کلنۍ  ناسته د عبدالمقیم افغان په مشرۍ په انلاين بڼه تر سره شوه.

دا ناسته چې د سارک د فرهنګي مرکز د چارو د سمون او مدیریت په موخه هر کال د افغانستان، هندوستان، پاکستان، بنګلدیش، نېپال، مالدیف، بوتان او سرېلانکا د استازو په ګډون ترسره کېږي، سږ کال یې مشري د ا فغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پلان او پالیسي ريېس عبدالمقیم افغان کوله.

افغان پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سارک فرهنګي مرکز د مدیره پلاوي په ۱۲ ناسته کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د کرونا له امله د پلان شويو چارو پر نه ترسره کېدو هم بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د ۲۰۲۰ زېږدیز کال لپاره پلان شوي پروګرامونه چې د کرونا له امله نه دي ترسره شوي، کټ مټ دي په راتلونکي ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې ترسره شي.

د افغان په خبره؛ په پام کې وو چې سږ کال د سارک فرهنګي مرکز له لورې په افغانستان کې د عدم تشدد ورځ ولمانځل شي، خو دا چې د سارک ټول پروګرامونه د کرونا له امله وځنډېدل نو د عدم تشدد ورځ به هم په راتلونکي کال کې د سارک هېوادونو په کچه په افغانستان کې لمانځل کېږي.

د یادونې وړ د ه چې د سارک سازمان د سهيلي آسیا هېوادونو تر منځ د هر اړخیزو همکاریو د زیاتوالي او همغږۍ په موخه په ۱۹۸۵ زېږدیز کال کې را منځته شوی، یاد سازمان د نورو برخو تر څنګ په فرهنګي برخه کې هم فعالیت کوي او د فرهنګي چارو د تنظيم په موخه يې په سرېلانکا کې فرهنګي مرکز جوړ کړى دى.

Views: 0

Exit mobile version