Pajhwok Afghan News

د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې لس دولتي سرتېري او لس طالبان وژل شوي

کندوز ښار (پژواک، ٢٣ لړم ٩٩): حکومتي سرچينې وايي چې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې لس امنیتي سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

په کندوز کې يوې امنيتي سرچينې د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په مرکز کې د بالاحصار په سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر يوه مرکز بريد وکړ.

سرچينه وايي چې په دغه بريد کې لس سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعيدي وايي چې په دې جګړه کې لس طالبان هم وژل شوي دي.

خو ولسوال د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

دغه راز د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي پژواک ته وويل چې په ياده جګړه کې لس طالبان او پنځه د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

مرادي زياتوي چې په دې نښته کې دوه د ملي اردو سرتېري او پنځه طالبان ټپيان شوي هم دي.

بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په بالاحصار سيمه کې د حکومتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه زياتوي چې په دغه برید کې ١٧ حکومتي سرتېري وژل شوي، لس ټپيان شوي او څلور ژوندي نيول شوي دي.

مجاهد د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

Views: 0

Exit mobile version