ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه راتلونکې پنجشنبه لسو نوماند وزیرانو ته رایه ورکوي

16 Nov 2020 - 17:23
16 Nov 2020 - 17:23

کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۹۹): د بهرنیو چارو نوماند وزیر محمد حنیف اتمر د بهرني سیاست نوې طرحه جوړه کړې او د مالیې وزات نوماند وزیر عبدالهادي ارغندیوال وایي، تر ۲۰۲۵ میلادي کاله به د افغانستان اقتصادي خپلواکي اعلان کړي.

دغه راز د کورنیو چارو وزارت نوماند وزیر مسعود اندرابي وایي، پخوا د پولیسو تمرکز د ګواښونو له مخې ټاکل کېده خو له دې وروسته به د نفوس او جغرافیې پر بنسټ پولیس تمرکز کوي.

د افغانستان حکومت په دې وروستیو کې د نوې کابینې ۲۴ نوماند وزیران ولسي جرګې ته د باور رایو اخیستو لپاره معرفي کړي دي. له دې ډلې نن د کورنیو چارو سرپرست او نوماند مسعود اندرابي، د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند محمد حنیف اتمر او د مالیې وزارت سرپرست او نوماند عبدالهادي ارغندیوال ولسي جرګې ته خپل پلانونه تشریح کړل.

محمد حنیف اتمر:

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر وویل چې له طالبانو سره سوله د نړیوال تروريزم د ختمولو په معنا نه ده.

دی وايي:"دا یو تریخ حقیقت دی چې له هرو څلورو – پنځو کسانو چې د دولت په وړاندې جنګیږی یو یې بهرنی وګړی  دی... بهرني «ترهګر» باید خپل شتون او لعنتي موخې د افغانستان له خاورې لرې کړي."

اتمر زیاتوي، په دې برخه کې داسې یو بهرني سیاست ته اړتیا ده چې نړیواله ټولنه وهڅول شي ترڅو له افغانستان سره له نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې مرستو ته دوام ورکړي.

ده وویل، د افغانستان د خلکو یواځنۍ ستونزه ترهګري نه ده، بلکې د نشه يي توکو قاچاق، د وسلو قاچاق او انساني قاچاق هم هغه لویې ستونزې دي چې ترهګري پیاوړې کوي.

د هغه په وینا، افغانستان کې جګړه ډېره شوې او اړتیا ده چې د دولت په کچه داسې یو نوی بهرنی سیاست رامنځته شي چې موخه یې هېواد کې د جګړې پای او د سولې ټینګښت وي او ده همداسې یوه تګلاره له ولسمشر سره شریکه کړې چې ملي شورا سره به هم شریکه شي.

اتمر زیاته کړه:"سیمه او نړیواله ټولنه په دې پوهېدلې چې افغانستان کې سوله د دوی په ګټه ده او د سولې د ساتنې یواځنۍ لاره له جمهوري نظام څخه ملاتړ دی، چې په دې برخه کې د امریکا، اروپايي هېوادونو، شپږو ګاونډیانو او د ۱۱ نورو د سیمې هېوادونو ملاتړ ضروري دی."

هغه وویل چې که د باور رایه تر لاسه کړي، په بهرنیو چارو وزارت کې به اړین اصلاحات راولي، له ګاونډيو هېوادونو، د افغنستان نړیوالو همکارانو او اسلامي هېوادونو سره به د افغانستان ملي ګټو په ساتلو سره اړیکو ته ادامه ورکړي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې ناوړه ګټه واخلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version