کابل (پژواک، ۲۹ لړم ۹۹): د پاکستان لومړی وزیر عمران خان کابل ته راورسېد او دلته به له افغان چاروکو سره د افغانستان د سولې، د دواړه هېوادونو د اقتصادي او نورو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د لړم په ٢٩مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان د استخباراتي ادارې اى اېس اى مشر جنرال حميد، د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړى استازى محمد صادق، د سوداګرۍ او پانګونې سلاکار رزاق داوود او يو شمېر نور چارواکي ملتيا کوي.
د کابل په هوايي ډګر کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر، د پاکستان لپاره د افغانستان د ځانګړي استازي عمر داوودزي او يو شمېر نورو چارواکو له خوا د عمران خان او د هغه د پلاوي هرکلى وشو.
په ۲۰۱۸ میلادي کال کې واک ته له رسېدو وروسته دا کابل ته د عمران خان لومړنی سفر دی. هغه د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه کابل ته سفر کوي.
عمران خان پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دی به له ولسمشر غني سره د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان د سولې پروسې، سیمه ییزې اقتصادي پراختیا او د اړیکو د لا پراخوالي په اړه خبرې وکړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پرون ويلي و، عمران خان به له ولسمشر غني سره دوه په دوه وګوري، بيا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو په کچه مذاکرات کېږي او بيا به ګډې خبرې غونډې ته وينا کوي.
سرچينې زياته کړې وه، چې د دې ليدنو کتنو پر مهال به د دواړو هېوادونو د اړيکو د پراختيا، د افغان سولې پروسې او سيمه ييز اقتصادي پرمختګ او اقتصادي نښلتيا په اړه به خبرې کېږي.
تر دې مخکې د ولسمشر اشرف غني وياند صديق صديقي په کابل کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال ويلي و، چې د دواړه هېوادونو مناسبات به د دواړو دولتونو د رهبرانو د بحث وړ موضوع وي.
صدیقي دې ته په اشارې چې په سیمه کې د افغانستان بهرنی سیاست، د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده، زیاته کړه، د پاکستان له لومړي وزیر سره به د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس په لیدنه کې د سیمه ییزې همکارۍ د څلورلارې په توګه د افغانستان پر موضوع او هغو فرصتونو تمرکز وشي چې له مرکزي اسیا سره د جنوبي اسیا د نښلولو په برخه کې په افغانستان کې شتون لري.
عمران خان په داسې حال کې کابل ته راغلى، چې په قطر کې له تېرو څو مياشتو راهيسې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مذاکرات پيل شوي، خو پرمختګ يې نه دى کړى.
سرچينې وايي، چې د افغانستان حکومت به له عمران خان څخه وغواړي څو پر طالبانو فشار راوړي چې اوربند او تاوتريخوالي کمولو ته يې چمتو کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن