کندهار (پژواک، ۳۰ لړم ۹۹): په کندهار، هلمند او بلخ ولایتونو کې ګڼ شمېر خلکو افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د راتګ په غبرګون کې لاریونونه وکړل.
عمران خان د ولسمشر محمد اشرف غني په رسمي بلنه له یوه لوړ پوړي پلاوي سره تېره ورځ کابل ته راغلی و او د افغان سولې په اړه یې له افغان چارواکو سره لیدنې لرلې. عمران خان ژمنه وکړه چې د افغانستان د سولې لپاره به هڅې وکړي.
خو نن د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د کندهار په سپین بولدک کې سلګونه کسان واټونو ته راوتلي وو او د پاکستان په خلاف يې شعارونه ورکول.
لاریون کوونکو ویل چې د افغانستان په روانه جګړه او تشدد کې پاکستان ښکېل دی او دغه هېواد هیڅکله د افغانانو خواخوږی او دوست نه شي کېدای.
د کندهار د پنځو سرحدي ولسوالیو د قومي ټولنو مشر او لاریون وال حاجي محمد داوود پژواک ته وویل:« پاکستاني مشرانو تل افغانستان ته په راتګ د خواخوږۍ تمثیل کړی خو په حقیقت کې یې کړنې ټولې د دې هېواد او خلکو د بربادۍ لپاره دي.»
دی زیاتوي، عمران خان په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې له یوې خوا په قطر کې د سولې خبرې روانې دي، له بله پلوه په پاکستان کې د جګړه مارو روزنځایونه هماغسې فعال دي او هره ورځ په لسګونو او سلګونو وسله وال دلته د تشدد لپاره راځي او جګړه تر پخوا تونده شوې ده.»
د هغه په وینا، که پاکستان په رښتیا په افغانستان کې سوله غوښتلای نو لومړی یې باید په خپل هېواد کې د جګړه مارو روزنځایونه بند کړي وای او وروسته عمران خان کابل ته سفر کړی وای.
دی وايي، ټول ولس د پاکستان پر نیت شکمن دی او له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې دغه هېواد «د ترهګرۍ او ترهګرو» له پالنې را وګرځوي.
د لاریون یوه بل ګډونوال عبدالرووف هم پاکستان د افغانستان په بربادۍ او د دې هېواد د بې ګناه اوسېدونکو په وژلو کې په لاس لرلو تورن کړ.
دی وايي، که پاکستان په رښتیا هم په افغانستان کې د سولې اراده لري باید په خپل هېواد کې د «ترهګرۍ مرکزونه» وتړي.
بل خوا هم مهاله د هلمند په مرکز لښکرګاه کې هم د پاکستان خلاف لاریون وشو چې سلګونو خلکو په کې ګډون کړی وو
لاریون کوونکو د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول او دغه هېواد یې د افغانستان د څلورو لسیزو د بربادۍ اصلي لامل وباله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن